لاهور محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو لارښوونې وځنډولې

د لاهور محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه لارښوونې وځنډولې چې له مخې یې افغان طبي محصلینو ته له پاکستانه د وتلو او افغانستان ته د ستنېدو امر شوی و.
د محکمې قاضي خالد اسحاق دا حکم د ۱۳ افغان طبي محصلینو د عریضو له ارزونې وروسته صادر کړ. محصلینو استدلال کړی و چې PMDC له خپل قانوني واک څخه اوښتی او د دوی د زدهکړې حقونه یې اغېزمن کړي دي.
د افغان طبي محصلینو پر ایستلو د PMDC لارښوونې وځنډول شوې
PMDC د سپټمبر په لومړۍ نېټه طبي او غاښونو پوهنځیو او پوهنتونونو ته په یوه لیک کې خپله پخوانۍ لارښوونه بیا تکرار کړې وه.
شورا له تعلیمي ادارو غوښتي وو چې په روان تعلیمي کال کې افغان اتباع په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل نه کړي، ورته د زدهکړې ځای ورنه کړي، له یوه پوهنتونه بل ته یې انتقال نه کړي او د زدهکړو د دوام لپاره ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې نه کړي. لاهور محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو لارښوونې وځنډولې
په لارښوونه کې ویل شوي وو چې هغه افغان محصلین چې مخکې شامل شوي، باید افغانستان ته ستانه شي.
په لاهور کې کینګ اډوارډ طبي پوهنتون (KEMU) د دې لارښوونې له مخې د اقدام کوونکو لومړنیو دولتي پوهنتونونو له ډلې و. پوهنتون ۲۰ افغان طبي محصلینو ته امر کړی و چې په ۲۴ ساعتونو کې ځانونه ورمعرفي کړي.
د دغو محصلینو له ډلې اووه تنه د زدهکړو په وروستي کال کې دي. پوهنتون د هغوی د وتلو لپاره د عدم اعتراض سندونو (NOC) او نورو اداري چارو د برابرولو پروسه هم پیل کړې وه.
۱۳ افغان محصلینو محکمې ته عریضه کړې وه
له دې اقدام یوه ورځ مخکې، ۱۳ افغان طبي محصلینو د لاهور لوړې محکمې ته عریضې وړاندې کړې وې.
دوی ویلي وو چې PMDC له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی او له محکمې یې غوښتنه کړې وه چې د شورا لارښوونې غیرقانوني او د اساسي قانون خلاف اعلان کړي. لاهور محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو لارښوونې وځنډولې
د محصلینو وکیل په محکمه کې استدلال کړی چې د PMDC پرېکړې د دوی د زدهکړې، ژوند او انساني کرامت حقونه تر اغېز لاندې راولي. نوموړي ادعا کړې چې شورا د PMDC Act 2022 له مخې له خپل واک څخه تجاوز کړی دی. لاهور محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو لارښوونې وځنډولې
د PMDC وکیل بیا د لارښوونو د ځنډولو مخالفت کړی او موضوع یې له ملي امنیت سره تړلې بللې ده.
خو قاضي خالد اسحاق دغه استدلال ونه مانه او د PMDC د جولای ۳۱ او سپټمبر لومړۍ نېټې لارښوونې یې وځنډولې.
افغان محصلین خپلو زدهکړو ته دوام ورکولی شي
محکمې روغتیا وزارت، PMDC او اړوندو ادارو ته هم ویلي چې خپل ځوابونه دې د سپټمبر تر ۱۸مې وړاندې کړي.
د محکمې د حکم له مخې، افغان طبي محصلینو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، په ازموینو کې ګډون وکړي او خپلو لیلیو ته بېرته ستانه شي. لاهور محکمې د افغان طبي محصلینو د ایستلو لارښوونې وځنډولې



