افغانستان کې د ټولشموله دولت غوښتنه؛ اروپايي ټولنې یو ځل بیا پر سیاسي مشارکت ټینګار وکړ

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله دولت غوښتنه مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره پراخ سیاسي مشارکت اړین دی.
د جنیوا په غونډه کې د اروپايي ټولنې استازو ویلي چې یو ټولشموله سیاسي چوکاټ کولی شي افغانستان د دوامدارې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر لور رهبري کړي. دوی همداراز غوښتنه کړې چې بشري مرستې دې د هېواد ټولو سیمو ته له خنډ پرته ورسېږي او ښځو ته دې د مرستندویه فعالیتونو په برخه کې د ګډون فرصت ورکړل شي.
افغانستان کې د ټولشموله دولت غوښتنه ولې بیا مطرح شوې؟
په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ټولنې تمرکز تر ډېره د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او بنسټیزو حقونو و، خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان د سیاسي جوړښت موضوع یو ځل بیا د نړیوالو بحثونو مهمه برخه ګرځېدلې ده.
شنونکي باور لري چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي، بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په اړه روانې اندېښنې د دې لامل شوې چې نړیوال بنسټونه بیا د پراخ سیاسي مشارکت او ټولشموله دولت پر اړتیا ټینګار وکړي.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د ټولشموله دولت غوښتنه د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ویلي یې دي چې د حکومت د جوړښت په اړه پرېکړه د افغانانو حق دی. د طالبانو چارواکو د بهرنیو هېوادونو دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
افغانستان کې د ټولشموله دولت غوښتنه، د سیمې هېوادونه هم د ټولشموله دولت ملاتړ کوي
سره له دې چې د ټولشموله دولت غوښتنه تر ډېره د لوېدیځو هېوادونو له لوري مطرح کېږي، خو د سیمې یو شمېر هېوادونو هم په بېلابېلو غونډو کې ورته دریځ خپل کړی دی.
آن هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نسبتاً نږدې اړیکې لري، په افغانستان کې د پراخ سیاسي مشارکت او ټولشموله دولت پر اړتیا ټینګار کوي. د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو هم په خپلو وروستیو ګډو اعلامیو کې د داسې سیاسي جوړښت ملاتړ کړی چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو او ټولنیزو ډلو استازیتوب پکې موجود وي.
کارپوهان وايي، افغانستان کې د ټولشموله دولت غوښتنه لا هم د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه ده او تمه کېږي چې دا موضوع په راتلونکو ډیپلوماټیکو او سیمهییزو بحثونو کې هم مهم ځای ولري.



