سیمه‌ییز

افغانستان کې د یوناما ماموریت ته د طالبانو غبرګون

اړوند خبرونه:

طالبان: په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه دی

افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور هم وغځېده

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر (یوناما) د ماموریت غځېدو په اړه ویلي، دا ځل دې دغه اداره د “مغرضو کړیو” د لاس اله نه شي.

مجاهد نن (سه‌شنبه، د کب ۲۸مه) پر اېکس لیکلي، یوناما باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د کنګل شویو شتمنیو د راخوشې کولو او په ملګرو ملتونو د افغانستان د استازولۍ څوکۍ افغانانو ته د سپارلو په موخو کار وکړي.

هغه له یوناما غوښتي چې د تېر په څېر دې خلکو ته اندېښنې نه پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په متفقه توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره، د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه.

دا پریکړه پرون (دوشنبه، د مارچ ۱۷مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مرکزي دفتر کې په یوه غونډه کې وشوه.

د دې پریکړې پر بنسټ، یوناما به د بل کال لپاره په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

یوناما، چې په ۲۰۰۲ کال کې د بن کنفرانس وروسته د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک له مخې تاسیس شوه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د بشري حقونو د ساتنې او د بشري مرستو د همغږۍ لپاره کار کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button