اقتصاد او سوداګري

افغانستان کې سږ کال د انارو حاصلات زیات شوي دي

افغانستان کې سږ کال د انارو حاصلات زیات شوي دي د هېواد زراعت وزارت ویلي چې سو کال کې به نږدې ۲۰۰ زره ټنه انار په هیواد کې تولید شي او د روان کال په لړ کې به د هیواد په لسو ولایتونو کې د انارو حاصلاتو لس سلنه زیاتوالی راشي.

د زراعت وزارت په اند ښیې چې هېواد کې به په روان کال کې نږدې دوه سوه زره ټنه انار تولید کړي او په دې کې اتیا فیصده په کندهارولایت کېوشي .خو یو شمیر بڼوال له همدا اوس څخه د حاصلاتو پلور لپاره یې د مناسب بازار نشتون له امله مشکلتو سره مخ دي .د انار حاصلاتو فصل د ټولیدو په درشل کې د هېواد په صاداراتي توکو باندې بندیزونه په خاصه توګه د پاکستان سره په پوله کې دا بندویزونه ختم شوي نه دي.د کرنۍ مالدارۍ وزارت وړاندوینې په بنیاد سږکال به افغانستان له ۱۹۰ زرو ټن څخه زیات انار تولید کړي. له تیر کال کوم به چې دتېرکال په پرتله ډېر زیات وي.

د افغانستان ۸۰ سلنه انار د کندهار څخه لاس ته راځي او وروسته بلخ او کاپيسا افغانستان کې ډیری انارتولیدوي.پاکستان او هند بیا د افغانستان انارو عمده بازارونه جوړوي. په روان کال کې بیا پاکستان ته د ځمکې لارې او هند ته هوايي لارو په صادرات ندي لېږدول شوي بلخوا بزګران د سړو خونو نشتون له امله نه شي کولای توکي وساتې او په دې برخه کې نیوکه کوي.له هغه سترو اتو سړو خونو چې حکومت یې د جوړیدو وعده کړې ده تراوسه پورې هیڅ یوه یې هم ګټه اخیستنې ته چمتو شوې نه ده.د هېواد کورنیو ناخالص تولیدات کې د بزګرۍ برخه پنځه ویشت سلنه دی او ډير د کلیو او بانډو میشت خلک له دې لارې څخه خپل روزمره زندګي تېروي.

خو بل پلو بيا د کرني او مالدارۍ وزارت وايې چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د زعفرانو هم عايدات زيات او ددې وزارت د يوې وړاندويني له مخي به سږ کال له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زعفران راټول شي.د کرني او مالدارۍ وزارت وياند اکیر رسمتي رسنيو ته ويلي چې سږ کال په ټول هيواد کې په ۱۰ سلنه زياته ځمکه زعفران کرل شوي دي چې د لومړنيو شميرو له مخي سږ کال په ټول هپواد کې د زعفرانو عايد په ډېرېدو دی.

لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده زعفران د هيواد له غوره صادراتو څخه دي چې نوري نړۍ ته صادريږي خو په دې وروستيو کې د زعفرانو د ليږد پروسه ټکنۍ او له ځينو خنډونو سره مخ شوي وه.د دې یو لامل داهم دی چې د حکومت سمه پاملرنه ورته نده شوې.او پرمختګ ېې ندی کړی.

په دې اړه ښاغلی رستمي سږ کال کروندګرو ته ډاډ وروکوي او وايې چې د نورو محصولاتو تر څنګ يې افغاني زعفرانو په نړيواله کچه بازار ته وړاندې شوي او د اکبر رسمتي په خبره سږ کال به له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زغفران راټول شي. درسمتي په وينا چې دا د کرني په برخه کې تر ټولو ښه خبر دی.

دزراعت وزارت د شميرو له مخي سږ کال په ۸ زره هکتاره ځکه رغفران کرل شوي دي حال دا چې تير کال په ټول هيواد کې ۷ زره او ۵۵۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي وو.نو اوس په دې برخه کې باید ځانګړې پاملرنه وکړي.تر دغه سکتور پرمختګ وکړي او افغانستان لپاره عواید زیات کړي. ځګه افغانستان اکثره وچه او لمده مېوې واردوي که دې برخه کې دولت ځانګړې پاملرنه وکړي نو دا به هېواد ته ښه عواید راټول کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button