نړیوال خبرونه

افغانستان کې له بې وزلۍ او نالوستۍ سر پر مبارزې دانس حقاني ټينګار

له فقر او بې سوادۍ سره مبارزه پکار ده

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني کابل کې په یوې غونډه کې په هېواد کې له بې وزلۍ او بې سوادۍ سره پر مبارزې ټینګار کوي. ښاغلي حقاني د اسیا د انکشافي څېړنو او مطالعاتو د مرکز له خوا، د افغانستان، پوهنې، لوړو زده کړو او بې وزلۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې، د حکومتونو کمزوري، جګړه، نالوستي، بې روزګاري، اقلیمي بدلونونه او د نفوس زیاتوالی په هیواد کې د فقر او بې وزلۍ د پراختیا بنسټیز لاملونه بولي. 

لویدیځ هیوادونه او د هغوی متحدین

هغه زیاته کړه:«لوېدیځ هېوادونه او متحدان یې چې د کال یې مېلیاردونه ډالره د مرستې په نامه دلته راوړل، ټول یې د جګړې د دوام لپاره وو، نه د افغانستان او د افغانستان د خلکو د پرمختګ او سوکالۍ په پار، که نه اوس هم هماغه ملت دی خو هغه ډول سخاوت نه کوي.»

اقتصادي ننګونې

د اوسني حکومت دغه لوړپوړی غړی په افغانستان کې فقر او بې وزلي د تېرو نظامونو میراث ګڼي او ټینګار کوي چې د اقتصادي ننګونو له حل وروسته نالوستي او زده کړې هغه نور مسایل دي چې باید کار پرې وشي.

 نور یی ولوله | دېبرا لاینز: نه غواړو چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری کړوکړل

  نور یی ولوله | اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله رپوټونه رد کړل

د اسلامي امارت بیرته راتګ

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني څرګندوي:«زموږ ملت د پردیو د لاسوهنې او ښکېلاک له امله د زده کړو له ستر نعمت څخه بې برخې شوی په هغه اندازه چې اړتیا وه ترلاسه مو نه شوی کړای، خو له دې وروسته زموږ ټولو هوډ او اراده دا وي چې د سواد په پرمختګ او ترقۍ ته کار وکړو.» بل لورته د اقتصاد وزارت وایي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو له امله ډیری پانګوال په هېواد کې کار ته لېواله شوي دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال وویل

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وویل:«باید د افغانستان د هر کس وړتیا په ډاګه شي او له مالي او فکري وړتیاوو او استعداد څخه یې استفاده وشي ترڅو ټول احساس وکړي چې په دغه وضعیت کې کولای شي چې په دغه تاریخي پړاو کې خپله ونډه ترسره کړي او له نېکه مرغه هره ورځ د دې شاهد یوو چې پانګوال مراجع کوي او د پانګونې لېواله دي.» دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت له نسکورېدو سره په هېواد کې د نورو ستونزو ترڅنګ د بې روزګارۍ او بې وزلۍ د کچې زیاتېدو نړۍوال بنسټونه اړ کړل چې له افغانستان سره د مېلیونونه  ډالرو مرستو ژمنه وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button