نړیوال خبرونه

افغانستان کې نویوپروژو پلي کېدو سره به دوه نیم لکه کسانو ته دکارزمينه برابره شي

د هېواد په دریو ولایاتو کې د محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل شوې. کابل، هرات او دایکندي کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د برنامې چارې پیل شوې. د جمهور ریس غني له خوا د ۱۳.۷ میلیارډه افغانیو په لګښت د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې له منظوری وروسته په دریو  ولایتونو کې ددې طرحې د عملي کېدو چارې پیل شوې.

د نوي کرونا ویروس په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د عملي کېدو چارې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کابل والي محمدیعقوب حیدري او د پراختیایي شوراګانو استازو، یوشمېر بزګرانو او بڼوالو له خوا د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه شروع شو.

د کرنې وزارت مرستیال وویل: «ددې طرحې په پلي کولو سره په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدیږي څلور زره او ۳۳۲ ممیز خونې جوړیږي.» غفوري خمدا راز وویل چې ددې طرحې په عملي کولو سره لږ تر لږه ۵۰ سلنه هغه کرنیز محصولات چې صادرېدل مدیریت کیږي. په دې مانا چې د په هېواد کې د ۵۰ سلنه تازه محصولاتو د خوساکېدو مخه نیول کیږي او ۵۰ سلنه نورو ته مو هم تابیاوې نیولي دي لکه له بهره د محصولاتو د خلاصو وارداتو منع کېدل او داسې نور.

د کرنې وزارت د غه مرستیال وویل، چې ددې طرحې عملي  کېدل نږدې ۲۵۰ زره کسانو ته کارونو زمینه برابروي. ټاکل شوې، چې دغه طرحه په ټولو ولایتونو کې پلی شي. په همدې حال کې، د کابل والي محمدیعقوب حیدري هم د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کار د زمیني برابرول وستیال او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و.

د کابل والي وینا : «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه داده، چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځې او خوسا کیږي خو، د کرنې وزارت ډېره ښه وړاندوینه وکړه او پر وخت او معقول تابیاوې یې ونیول، تر څو چې زموږ د کرنیزو تولیداتو د راټولولو وخت رسیږي د ممیزخونو او سړوخونو ودانۍ هم جوړیږي.»

افغانستان کې نویوپروژو پلي کېدو سره به دوه نیم لکه کسانو ته دکارزمينه برابره شي

بل پلور؛ په هرات کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې د عملي کېدو چارې په هغه غونډه کې، چې د هرات والي او ددې ولایت سیمه ییزو چارواکو شتون درلود پیل شو.

 زراعت وزارت ویلي؛ دې وزارت د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د یوې برنامې پلي کېدل شروع کړ. ددې برنامې پر اساس، تر راتلونکو څلور تر شپږو میاشتو پورې په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو لپاره څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې، چې هر یو یې د ۱۶ ټنه انګورو د ساتنې وړتیا ولري، د پیازو ساتلو لپار ۱۴ زره او ۲۱۹ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې پنځه مټریک ټنه وړتیا ولري

دغه وزارت ویلي؛ ددې برنامې د عملي کېدو په پار ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ په بودیجه کې نیول شوې، چې تر اوسه پورې اته میلیارډه یې دزراعت  وزارت ته ورکړل شوې ده. ددغو پروژو ۱۰ سلنه لګښت د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه مصرف یې دزراعت  وزارت له طرف نه ورکول کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button