افغانستان کې یوویشت میلیونه افغانان د څښاک پاکې اوبه نه لري
طالبان په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون په اړه خبري کنفرانس کې وايي چې یوویشت میلیونه افغانان د څښاک اوبه نه لري
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې له یوې خوا وچکالۍ سره مخامخ دی او له بل لوري یې تر ځمکې لاندې اوبه د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره استعمالېږي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني ویلي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې سخت زیانمن شوی هېواد دی او دا مهال ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
د اقلیمي بدلون اغېزې او زیانونه
د طالبانو چاپېرېال ساتنې ادارې او لوړو زدهکړو وزارت له لوري، ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په اړه جوړېدونکي نړیوال کنفرانس په اړه خبرې ناسته کې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۱۶مه) خبریالانو ته ویلي چې د اقلمي بدلون له امله د هېواد ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي.
په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو او زیانونو په اړه طالبان راتلونکې اوونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړوي.
نور ولولئ: د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه
نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري
نور ولولئ: په ناپاک چاپیریال لرونکو هېوادونو کې د افغانستان ۷ مقام
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د چاپېریال ساتنې ادارې د مرستیال عبدالسلام حقاني له قوله لیکلي چې افغانستان د جګړو له کبله د اقلیمي بدلون په برخه کې سخت زیانمن شوی دی.
د نوموړي په خبره د اقلیمي بدلونونو له کبله اوسمهال د افغانستان ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبه نه لري.
په جوړېدونکې کنفرانس کې ګډونوال
بل خوا د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه وايي، په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې د کورنیو او بهرنيو استادانو تر څنګ به متخصصان هم برخه واخلي.
حقاني ویلي چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پر مهال به ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې سره هڅه کوي چې له اقلیمي بدلون څخه د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې کړي.
کارپوهان وايي چې په افغانستان کې تر ټولو لویه تباه کوونکې مسئله د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې د پاکو اوبو را ایستل دي. دوی زیاتوي که چېرته ددغو اوبو د را ایستلو مخنیوی ونه شي، کېدای شي چې راتلونکې نسلونه د پاکو اوبو د نشتون له لوی بحران سره مخامخ شي.
دا اوبه په هلمند، روزګان، کندهار، غزني، نیمروز، زابل او پکتیا ولایت کې د ځمکې له تل څخه د سولرو په واسطه په خپل سر راایستل کېږي چې ټولې ورباندې شاړې ځمکې ابادې کړل شوي دي.