هنر او ادب

افغانه څېړونکې کبرا غلامي د حجاب نه مراعتولو په تور له ایران وشړل شوه

ایراني پولیسو هغه افغانه څېړونکې د حجاب نه مراعتولو په تور له ایرانه شړلي چې د اوسېدو ټول قانوني اسناد یې لرل

کبرا غلامي ته دومره اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره وګوري یا ورسره خدای پاماني وکړي.

د ایراني پولیسو له لوري ورته مخکې هم د حجاب مراعتولو په اړه خبر ورکړل شوی و.

د ایران له خاورې د کبرا غلامي د وېستلو په اړه ایرانيو مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کلک غبرګونونه ښوولي دي.

له ایرانه د کبرا غلامي ویستل کېدل

ایراني پولیسو ټولنیزه افغانه څېړونکې کبرا غلامي د ایران پاسپورټ ادارې ته وربللې او وروسته یې له دې امله له خپلې خاورې اېستې ده، چې د دوی د خوښې حجاب ته یې پاملرنه نه کوله.

داسې ویل کېږي، چې نوموړې په ایران کې د پاتې کېدو ټول قانوني اسناد هم لرل.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او د کبرا غلامي خواخوږو ویلي، چې دغه افغانه څېړونکې د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه نېټه) له هغې وروسته چې د خپل حجاب د وضاحت ورکولو په اړه یې څو پیغامونه تر لاسه کړل؛ نو د پاسپورټ دفتر ته ور وبلل شوه، وروسته پولیسو ونیوله او هغه یې د کورنۍ له نورو غړو پرته د څو ساعتونو په ترڅ کې له ایرانه واېستله.

د خواله رسنیو کاروونکو د «#کبرا_به بېرته_راستنه کړو» د هشتګ په کارولو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او بېرته یې ایران ته د هغې د ستنولو غوښتنه کړې.

له کبرا غلامي سره څوک نه و

د خواله رسنیو یوې ایرانۍ کاروونکې شیما واعظي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دا مهال کبرا په موټر کې ده او په دې نه ده توانېدلې، چې د خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو سره خدای په اماني وکړي. هغې په ایران کې د اوسېدو لپاره ټول قانوني اسناد لرل او د الزهرا په پوهنتون کې یې د ماسټرۍ لوړې زده‌کړې هم کړې وې.»

کبرا غلامي تېر کال په ایران کې یوې ټولنیزې – فرهنګي غونډې ته چې د «مېرمنو د فرهنګي او ټولنیز پرمختګ» تر سر لیک لاندې جوړه شوې وه په ایران کې یې «د افغان مېرمنو سره د ظلم او زور زیاتي» په اړه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې له افغان مېرمنو سره د ایراني چارواکو د نارواو په اړه سختې نیوکې هم کړې وې.

د یادونې وړ ده چې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button