لوبې

افغان او پاکستاني لوبغاړي له اسیا جام وړاندې په دوبۍ کې له یو بل سره مخ شول

افغان کرکټ ملي لوبډله

افغان کرکټ ملي لوبډله دا مهال متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده او هلته د اسیا جام سیالیو کې د ګډون او چمتوالي په موخه په تمرینات بوخته ده.

بله خوا پاکستانۍ لوبډله هم اماراتو ته رسېدلې او خپل تمرینات یې پیل کړي، خو په اسیا جام کې له لوبې وړاندې یې لوبغاړي د دوبۍ په لوبغالي کې له افغان لوبغاړو سره مخ شوي دي. د پاکستان کرکټ لوبډلې د فیسبوکپاڼې لخوا په خپره شوې ویډیو کې لېدل کېږي، چې د پاکستاني لوبغاړي له راشد خان او محمد نبي ترڅنګ له نورو افغان لوبغاړو سره په خندا او خوشحالۍ سره لېدل کېږي.

نور یی ولوله | وسیم اکرم خپل ټيم کې د څیشي کمي احساسوي؟

نور یی ولوله | اسیا جام کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟

کرکټ د مينې لوبه ده

د کرکټ مینه والو دغه ویډیو زیاته خوښه کړې او وایي چې په رښتیا چې کرکټ د مینې او محبت لوبه ده، د دوی له خندانه څېرو مینه څڅېږي. د ویلو ده چې افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دېش سره لوبېږي، چې د اګست په ۲۷مه به سریلانکا سره مخ شي او پاکستان به د اګست په ۲۸مه هند سره مخ شي. 

باید یاده کړو چې د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام راتلونکو شل اوریزو سیالیو ته ۱۷ کسیزه لوبډله هم اعلان کړې، چې سمیع الله شینواری هم څه وخت وروسته په دغه لوبډله کې یو ځای شوی دی. په دغه ۱۷ کسیزه لوبډله کې رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، محمد نبي (لوبډلمشر)، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، راشد خان، فضل حق فاروقي، نوین الحق، نور احمد لکڼوال او مجیب الرحمان شامل دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button