نړیوال خبرونه

افغان حکومت: د امریکا نوی حکومت دې د سولې روان بهیر د سره اوګوري

افغان حکومت: د امریکا نوی حکومت دې د سولې روان بهیر د سره اوګوري افغان دولت د جو بایډن په مشرۍ د امریکا له نوي جوړېدونکي حکومت غوښتنه کړې چې د سولې پروسې روان بهیر بیا د سره کتنه وکړي.

دارګ دویم مرستیال سرور دانش وایي، د امریکا نوی حکومت دې افغانستان کې واقعیتونو په پام سره د افغان سولې له خبرو سره مسؤولانه چلند وکړي.دانش په یوه غونډه کې وینا کولې زیاته کړه، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د شوې هوکړې په اړه افغان حکومت مسؤول نه دی، د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې رهبري دې د افغان سولې پر روانې پروسې دې له سره کتنه او ارزونه وکړي.تر څو مونږ یو دایميسولې ته ورسېږو او د نورو ملکونو داحتیاج نه هم خلاص شو.

طالبان په دوحه کې له امریکا سره د سولې د لاسلیک شوې هوکړه د مذاکراتو د پیل اساس بولي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوی یې ورسره نه مني او نه هم د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې جزٸیاتو پر وړاندې ځان مسؤول بولي.سرور دانش یې په اړه وویل چې افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې هوکړې لوری نه دی، نه یې لاسلیک کړې او نه مو یې د حقوقي او قضایي اړخه ورسره هوکړه شوې.

طالبانو هم بیا د امریکا له نوي منتخب ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د دوی او امریکا تر منځ د سولې لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.ښاغلي دانش ویلي، طالبان د امریکا سره د شوې هوکړې مواردو ته ژمن نه دي او هوکړه یې نقض کړې، پروینا یې چېطالبانو تاوتریخوالی نه دی کړی کړی او نه یې هم له ترګهرو ډلو سره اړیکې پرې شوي دي.

خو د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن لا د افغان سولې پر بهیر طالبانو او افغان حکومت ته څه نه دي ویلي افغان حکومت هم کومه رسمي غوښتنه په دې اړه دامریکا څخه نده کړې خکه لا هم د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن خپل حکومت په پوره ډول ندی بشپړ کړی تمه کیږي چې د امریکا نوی حکومت جوړیدو سره سم به ښاغلی جوبایډن خپلو دریځ اعلان کړي او دا به افغانستان ته ترټولو مهمه پریکړه وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button