نړیوال خبرونه

افغان حکومت له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ

افغان حکومت له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ.د ملي امنیت شورا سلاکار له قزاقي چارواکو سره په لیدنه کې د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړی.ښاغلی حمدالله محب د یو پلاوي په مشری قزافستان ته سفر وکړ.

د ملي امنیت شورا لخوا په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په دوران کې د یاد هیواد د دفاع چارو له وزیر نورلان یرمک بایوف سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ.دغه تړون سره به د دواړو هېوادونو تر منځ امنیي سکتور کې همکاري زیاته شي. او د افغانستان امنیتی سکتور به ترینه ډېر مستفید شي.

img 20210618 191346

خبرپاڼه کې مښکې راغلي په دې هوکړه‌لیک کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه طبي همکارۍ د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.دې سره به د هېواد امنیتي سکتور لا نور وده وکړي د جنګ مخه به ونیول شي او د جنګ وده به کمه شي.

افغان حکومت او قزاقستان داسې مهال د نظامي همکاریو تړون لاسلیکوي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.اوس لا هم معلوم نده چې ایا د دوی وتلو سره به حالات ښه شي او که نا نور به هم خراب شي.

امریکا وایي د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د افغان حکومت له عسکرو سره مرستې روانې ساتي او د هغوی مالي ملاتړ کوي.په همدې اړه دوی اوس کوشش کوي چې د کابل هوایی میدان امنیت هم یو داسې چا ته وسپاري چې د ټولو د قبول وړ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button