نړیوال خبرونه

افغان دولت: بازې مطرح طالبان کابل ته رارسېدلي

افغان دولت: بازې مطرح طالبان کابل ته رارسېدلي د ارګ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشر او د ولسمشر سلا کار وحید عمر ویلي ، د طالبانو نفوذي کسان په کابل ښار کې ډاډه او عادي تګ راتګ کوي.

وحید عمر چې د ولسمشر سلاکار هم دۍ د ځوانانو د ورځې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ویلي، له طالبانو سره سوله د سیاسي جوړ جاړي او مذاکراتو له لارې نا ممکنه ده، د دولتي سرحدونو وړاندې باید سولې ته کار وشي، نوموړي کابل ښار کې د طالبانو نفوذ او ځانګړو ځواکونو شتون خبره تاید کوي دهېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې په کابل کې د طالبانو د حضور خبره را پورته کوي، چې طالبان اوس مهال د کابل کوتل، خیرخانې او سرای شمالي پورې کار کوي

دغه ډله په کابل کې له کلونو کلونو راهیسې شتون لري ، خو ادولت اوس د طالبانو د شتون خبر تاییدوي، له دې ښکاري چې اوس د طالبانو حضور تر ارګه رسېدلې ځکه افغان حکومت هم پوه شوی او غږ یې اوچت کړ.اوس مهال افغان دولت اندېښمن دی او ځکه ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د سیاسي جوړ جاړي او مذاکراتو له لارې هم سوله نه شي کېدی، نو باید د دولت له کړیو او بسنټونو ها خوا سولې ته په صداقت کار وشي

یاده ډله د ډېرې مودې را هیسې د کابل ښار په شاوخوا او دننه کې لیدل شوي دي، خو افغان دولت هم نن دا خبره ښکاره کړه، عام افغانان اندېښنه لري، چې د طالبانو نفوذي کسان څنګه او د څه لپاره تر کابل راغلي کابل کې د طالبانو د نفوذي کسانو د حضور خبر داسې مهال را پورته کیږي، چې افغان دولت او طالبان خپلمنځي مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي او که د طالبانو له لوري بیا کومه پلمه جوړه نه شي، ممکن په روانه اوونۍ کې د دواړو خواوو د مذاکراتو پلاوي د مذاکراتو پر مېز را حاضر شي،

د ارګ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشروحید عمر له دې خبرېچې د دطالبانو سره سوله د سیاسي جوړ جاړي له لارې نه ناممکنه ده ، ښکاري چې افغان دولت پر طالبانو باور نه لري، چې ګواکې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له افغان دلت سره سولهمزاکرات تنیجه ورکړي،

طالبانو تر اوسه پورې په کابل کې د خپلو مهمو او نفوذي کسانو د حضور په اړه د افغان حکومت پر ادعا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړۍ ، په داسې حال کې چې د طالبانو مهم غړي کوٸټې ته د طالبانو د یو مهم او لوړ پوړي چارواکي جنازې ته تللې وو.او هلته ېې جنازه کړې وه،

اوس وخت کې باید دولت او نور سیاسیون سره راغونډ شي او د افغانستان د سولې مزامراتو لپاره هر هغه ګام پورته کړي کوم کې چې د افغانانو هم خیر دۍ او د نووروو ګاونډیو هم په همدې سوله کې خیر دي ځکه د ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ویلي وو چې که افغانستان کې سوله راشي دا دپاکستان لپاره هم په خیر ده او که دلته سوله رانشي نو دا به ټولې منتقې لپاره ښه خبره نه وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button