کورني خبرونه

افغان زدهکوونکي: نوی ډیلی دې زموږ ویزې تمدید او سکالرشیپونه دې راته پیل کړي

هغو سلګونو افغان محصلینو له هند د سکالرشيپونو د پیل غوښتنه کړي چې په جمهوریت کې هلته د زده کړو لپاره تللي وو

سلګونو افغان زدکوونکو د چارشنبې په ورځ په نوي ډېلي کې مظاهرې سره د هند له حکومت وغوښتل چې په دغه هېواد کې د اوسېدو موده یې اوږده او د نورو زدکړو چانس ور کړي.

هندي چارواکي د افغان زدکوونکو دې غوښتنې ته په ځواب کې وايي، ښايي ډېر ژر د نویو بورسونو په هکله پرېکړه وشي.

هند د جمهوریت پرمهال زرګونو افغان زدکوونکو ته د لیسانس او ماسټرۍ په کچه بورسونه ور کړي دي.

د طالبانو په واکمنېدو سره هر څه ګډوډ شول

شنونکي وايي چې کله طالبان واکمن شول نو دې هېواد د نورو بنسټونو په څېر د زده کړو بهیر هم ټکنی شو او ګڼې ستونزې په کې راپیدا شوې.

دارنګه د طالبانو واکمنېدو پسې ډېری افغان زدکوونکي د ممکنه غچ اخیستو له وېرې او د کمو کاري چانسونو او بد اقتصادي حالت په سبب افغانستان ته نه ستنېږي.

نور ولولئ: طالبانو هوايي ډګر کې اماراتو ته تلونکو نجونو محصلینو ته د تګ اجازه ورنه کړه

دوی په نوي ډېلي کې مظاهرې سره له هندي چارواکو هیله وکړه چې د نورو زدکړو بورسونه یا د کار اجازه ور کړي.

افغان زدکوونکی ارسلان قیومي وايي، ویزه یې ختمه ده او وېرېږي چې پولیس یې ونه نیسي.

دی وایي، د ده په څېر نور زدکوونکي هم نه د درس چانس لري او نه هم د کار اجازه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ډاډ

د هند د بهرنیو چارو وزارت اړوند د کلتوري اړیکو شورا لوی مشر کومار توهان وايي، د افغان زدکوونکو ستونزې درک کوي او حکومت دې اندېښنو ته په ځواب ویلو کې جدي دی.

نوموړی وايي، کوم زدکوونکی به له خپلې خوښې پرته له هند وتلو ته اړ نه شي او د بهرنیو چارو وزارت ښايي دوی ته د سکالرشیپونو ور کولو په هکله ژر پرېکړه وکړي.

دې شورا د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې نږدې زرو افغان زدکوونکو ته مالي لګښت ور کاوه.

نور ولولئ:  افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

خو زدکوونکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د دې پیسو ترلاسولو کې له ستونزو سره مخ دي او همدا وجه ده چې ډېری کسانو زدکړې پرېښودلې او نورو هېوادونو ته کوچېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې میاشت وړاندې طالبانو له کابل هوايي ډګره هغه نجونې زده کوونکي چې محرم هم ورسره و، راوګرځولې چې عربي اماراتو ته په سکالرشيپ روانې وې. طالبانو پر نجونو او ښځینه زده کوونکو پوهنتونونه او ښوونځي تړلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button