تجارت خبرونه

افغان سوداګر: بهر ته پيسې څرنګه صادری کړو؟

افغان سوداګر وايي چې د هیواد پر بانکونو د نړیوالو محدودیتونو د لګیدو له کبله سوداګري کمه شوې او نه شې کولای د وارداتو له پاره د بانکونو له لارې نورو ملکونو ته پیسې انتقال او یا هم د خپلو صادراتو پیسې هیواد ته داخلي کړي.

سوداګرغوښتنه کوي چې له بهر سره د بانکدارۍ سیستم دي عادي حالت ته را وګرځول شې که نه روان وضعیت د توکو بیې لا لوړوي چې تر ډېره به یې زیان د ولس په برخه وي. د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کي د طالبانو واک تر رسېدو وروسته د دې هیواد شا وخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه چې په دې کار سره پر افغان خصوصي او دولتي بانکونو محدودیت وضعه او له دغه هيواد سره مالي خدمتونه وځنډول شو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل چې له هغه وخت راهيسي په افغانستان کي د نړیوالې ټولني له خوا پر مالي برخي محدودیتونه وضع شوې سوداګرو سخت زیانونه لیدلې، په دې هیواد کي د سوداګرۍ کچه کمه شوې او هره ورځ سوداګر ورته راځي چي یادې ستونزي دې حل شي خو د دې ستونزو د حل له پاره لاهم لازمه برنامه او مشخص وخت نه دی معلوم.

مومند وايي اوس افغان سوداګر د خوراکي توکو او درملو پرته بهر ته د بانکونو له لارې پیسې نشې انتقالولی چې په دې کار سره سوداګر د سختو ستونزو سره مخ شوي، ځکه د خپلو شخصي سرمایو د راکړې ورکړې واک ورسره نه سته: «د بعضو تجارانو مالونه په اروپا او د بعضو په هند کي ګیر دي ځکه هم په بانکونو کي پيسې نه سته هم ېې انتقال نه کیږې، نو ځکه خو د دواړو خواو تجاران زیان ویني او د نورو لارو څخه نورو هیوادونو ته د نغدو پیسو انتقال هم د امارت له خوا منع شوی دی.»

نور یی ولوله | د استرالیا د کډوالو شورا افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسې د چټکتیا هرکلی وکړ

افغان سوداګر دا هم وايي چې په هيواد کې له بانکونو څخه تر ټاکل شوې اندازې پیسې نه شې ایستلې نو د همدې محدودیت له امله یې هم کاروبار ته زیان رسیدلی. افغان سوداګر حاجي عبدالواحد وايي: «موږ چې خارج ته صادرات کوو پیسې مو له هغه ځایه د بانک له لارې هیواد ته نه انتقالیږي او کله چې له دې ځایه د سوداګرۍ له پاره پیسې انتقال کړو دا کار هم نه کیږې اوس مجبوره یو چې ډېرو اوږدو او نا مصؤونه لارو ته مخه کړو چې دا هم راته په زیان او هم سخته تمامیږي.»

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له دویچه ويله سره په خبرو کي د سوداګرو یادې ستونزې پر ځای وبللې او پړه ېې پر نړیوالې ټولنې واچوله. د حقمل په خبره کله چې د ولس شتمني کنګل کیږې او پرې محدودیت وضع کیږې په هیواد کي اقتصادي بحران او بیوزلۍ ته لار هواریږي: «بانکي محدودیتونه او د پیسو کنګل کیدو د سوداګرۍ پر حجم ډېر اغېز کړی. په ګمرکاتو کي هغه اندازه صادرات او واردات اوس نه کیږې لکه مخکې چې کیدل یعنې تاجران په بانکونو او یا هم فیزیکي ډول پیسې لري خو د بانکي سیستم د محدودیت له امله نورو هیوادونو ته پیسې نه سې استولاې، دا یوه لویه جفا ده د دې ملک په حق کي چې غرب ورسره کړي او زیان یې زموږ مظلوم ولس ته رسیږي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که پر افغان بانکونو لګېدلی محدودیت دوام وکړي، نو د افغانستان بانکونه نړیوال باور له لاسه ورکوي، ځکه خو لازمه ده چې د پیسو انتقال او راکړه ورکړه د بانکونو له لارې ترسره شي، نه د قاچاقي او نا مصؤونه اوږدو لارو.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button