نړیوال خبرونه

د استرالیا د کډوالو شورا افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسې د چټکتیا هرکلی وکړ

د استرالیا د کډوالو شورا، د پارلماني کمېټې د هغه وروستي راپور هرکلی وکړ چې له حکومته غواړي له افغانستان سره د مرستو د تنظیمولو ترڅنګ ۱۶ نیم زره افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسه چټکه کړي.

د یوه پروګرام له مخې به په ۴ کلونو کې دغه افغانان استرالیا ته لېږدول کېږي. دغې شورا ویلي چې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت ته اوس په‌کار ده چې پر دې مسئلې چې څومره ژر د دغو افغانانو د ویزو پروګرام تطبیق کولای شي، غور وکړي.

د دغې شورا رئیس پاول پوویر ویلي خلک غواړي پوه شي چې څه وخت‌یې ویزې اجرا کېږي او د ویزو اخیستو څومره چانس لري ترڅو سخت انتخابونه وکړي. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې روانې ناامنۍ او ویزو ته د رسیدګۍ په چاره کې نه‌شفافیت افغانان له یوه خطرناک حالت سره مخ کړي دي.

نور یی ولوله | لکنو دریمه بریا خپله او په جدول کې دویمه لوبډله شوه

د استرالیا د کډوالو شورا په دغه راپور کې د هغو سپارښتنو هرکلی هم کړی چې د استرالیا له حکومته غواړي چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې له اغېزمنو چینلونو کار واخلي.

دغې شورا ویلي، په افغانستان کې د عاجلو بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه نیمایي ځواب شوې او استرالیا کولای شي چې مرستې زیاتې کړي.

ملګرو ملتونو په روان کال کې له ملیونونو افغانانو سره د مرستو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه چې د څه باندې دوه میلیارد او ۴۰۰ ملیون ډالرو ژمنې یې شوې دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button