تجارت خبرونه

افغان سوداګر د سړو خونو له کموالي سر ټکوي

افغان سوداګر وايي، د سړو خونو کموالی ددې لامل دی چې مېوې په ارزانه بیه وپلوري

کابل کې د هېواد په کچه د تازه مېوو او سبزۍ تر ټولو ستر مارکېټ ته د هېواد له ختیځو، شمالي او مرکزي ولایتونو هره شپه سلګونه ټنه تازه مېوې او سبزۍ راوړل کېږي چې کورني سوداګر او کاروباریان یې بیا له دغه ځایه د هېواد نورو ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو ته لېږدوي.

په دغه مارکېټ کې د تازه مېوو یوشمېر سوداګر وايي چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو نشتون له امله اړ دي چې مېوې په ډېره کمه بیه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کړي.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

د زردالو او شفتالو یو سوداګر حبیب وايي چې د مېوو د پلور لپاره په کور دننه د بازارونو او سړو خونو نشتون لامل شوی چې مالي زیانونه ور ورسېږي. نوموړی زیاتوي: «زموږ ستونزه دا ده چې معیاري سړې خونې نه لرو، څو خپلې مېوې په‌کې وساتو. که زردالو، شفتالو یا ګیلاس دي، بازار یې ډېر خراب دی. یو من شفتالو په سل افغانیو پلورل کېږي؛ ځکه چې سړې خونې نه لرو. که یې ولرو، کولای شوو چې ویې ساتو او په خپل وخت کې یې په مناسبه بیه وپلورو.»

د سوداګرو پرله‌پسې شکایتونه

دوه نور سوداګر معشوق او هدایت وايي: «اوس یو من زردالو له ۱۲۰ تر ۱۳۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. که بیا له نورو هېوادونو راشي، په لوړه بیه پلورل کېږي. موږ ته یې ۸۰ سلنه زیان اړولی دی.»

دوی زیاتوي، «ستونزې ډېرې دي. د وطني مېوې موسم پیل شوی، خو موږ یې ساتلی نه شوو. سړې خونې نشته، مېوې خرابېږي. اوس بزګران موږ ته مېوې راوړي، خو یوه دوه ورځې وروسته خرابېږي. هم د بزګر زیار بې‌ځایه ځي او هم موږ زیانمنېږو.»

د سړو خونو د جوړولو ژمنې

په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو جوړولو لپاره د دغه وزارت هڅې دوام لري.

افغانستان که څه هم بېلابېلې او ډېرې مېوې لري، خو هر کال په هېواد کې د دغو مېوو د ساتلو لپاره د امکاناتو نه موجودیت لامل کېږي چې د بزګرانو د یوه کال خواري هېڅ شي او محصولات یې به نیمه بیه ولاړ شي، خو کله چې د وطني مېوو موسم پای ته ورسېږي، له نورو هېوادونو راغلې مېوې بیا یو پر څو برابره پلورل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button