سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

افغان سوله؛ د امریکا روسیه او افغانستان د سولې په اړه خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، امریکا او روسیې په درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر او تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو په ساتلو بحث وشو،

دبهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دا ناسته د سرپرست وزیر حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د ویډیو کانفرنس له لارې د افغان سولې په اړه خبرې وشوې،

یادې ناسته کې مسکو او واشنګټن د افغان دولت له خوا د طالب بندیانو خوشي کولو هرکلی شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره دا ګام ضروري بلل شوی دی په دې ناسته کې د باور جوړولو او د خبرو لپاره د مناسبې چاپېریال رامنځ ته کولو په خاطر پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دې غونډه کې د افغانستان پر هغې غوښتنې موافقه شوې چې له مخې یې باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره یو میکانیزم جوړ شي او دا ډاډ باید تر لاسه شي چې د سولې بهیر کې هر لوری خپل مسؤلیت ترسره کوي. د اعلامیې له مخې خبرو کې ښکېلو خواوو پر طالب وسلوالو هم غږ کړی چې دوحه کې له امریکا سره د سولې تړون د ژمنو له مخې دوی هم د افغان حکومت بندیان خوشي کړي.

د افغان طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او مقابل کې دا ډله هم زر حکومتي بندیان خوشي کوي. افغان حکومت تر اوسه درې زره طالبان بندیان خوشي کړي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره پنجشنبه د امریکا اټلانټیک کونسل بنسټ سره ځانګړې مرکه کې وویل افغان حکومت به ډېر ژر دوه زره نور طالب بندیان خو شي کړي.

طالبانو هم تر اوسه د حکومت څه باندې پنځه سوه بندیان خوشي کړي او هم یې وروستیو کې ژمنه کړې چې دا شمېر به زرو ته ورسوي. په تېره یوه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل هیلې زیاتې شوې او دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان ولسمشر سره کتلي. همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته تللی وو,

ریس جمهورغني ویاند صدیق صدیقي هم وایي، د افغان دړلت او طالبانو ترمابین د مخامخ خبرو د ځای په تړاو تر اوسه افغان حکومت کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی، خو یوازې لومړنۍ ناسته به په دوحه کې پيل شي،

اوس وخت د دې رارسسېدلۍ دۍ چې و سيمې هېوادونه باید افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره کار وکړي ترڅو ژر ترژره افغانستان کې امنیت تامين شي او ټول هېوادال د سکون ساه واخلي په دغه لړ کې د روس او ایران ترڅنګ پاکستان هک ډېر مهم رول لري باید دغه هېواد هم د افغانستان په سوله کې حپل پوره پوره ونډه واخلي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button