افغان لوبډلې ته د هند چمتووالی؛ بومرا هم تمرینونو ته راستون شو

افغان لوبډلې ته د هند چمتووالی؛ د هند کرکټ ملي لوبډلې له افغانستان سره د درې شلاوریزو سیالیو لپاره خپل تمرینونه پیل کړي، خو په نوي ډیلي کې باران د تمرینونو بهیر اغېزمن کړی دی.
هندي لوبغاړو د جمعې په ورځ د نوي ډیلي په ارون جېټلي لوبغالي کې بشپړ تمرین وکړ او د بدن د چمتووالي، ډګر ساتنې، توپ وهنې او توپ اچونې په برخو کې یې تمرینونه ترسره کړل.
د افغان لوبډلې ته د هند چمتووالی په لړ کې د هند تېز توپ اچوونکي جسپریټ بومرا هم له یوې مودې وروسته بېرته له لوبډلې سره تمرین وکړ.
بومرا د افغانستان پر وړاندې سیالیو ته چمتو کېږي
بومرا د ډګر ساتنې له تمرینونو وروسته توپ اچونه هم وکړه او د یارکرونو ترڅنګ یې د پښو لوري ته توپونه او بېلابېل بدلونونه وکارول.
هندي رسنیو ویلي چې بومرا د جمعې په تمرین کې په عادي ډول برخه واخیسته، چې دا د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو شلاوریزو سیالیو لپاره د هند د لوبډلې په چمتووالي کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
افغان لوبډلې ته د هند چمتووالی؛ سوریهونشي د بومرا توپونه وازمویل
د هند ځوان توپ وهونکي وایبهاو سوریهونشي هم د تمرین پر مهال د بومرا پر وړاندې توپ وواهه.
سوریهونشي یوازې یو یا دوه توپونه په ښه ډول ولګول، ځکه بومرا د یارکر ترڅنګ د توپ د مسیر او سرعت بدلونونه هم کارول.
سوریهونشي د هند له هغو ځوانو لوبغاړو څخه دی چې د افغانستان پر وړاندې شلاوریزو سیالیو کې به ورته د پام وړ رول ورکړل شي.
ایشان کېشن ته د تمرین پر مهال ټپ ورسېد
د تمرین پر مهال د هند ویکټ ساتونکي او توپ وهونکي ایشان کېشن د ټپي کېدو له امله د لنډ وخت لپاره اندېښنه هم رامنځته شوه.
کیشن هڅه کوله چې د نویدیپ سيني له لوري پورته راټوپ وهلی توپ مهار کړي، خو توپ یې د ملا له ښکته برخې سره ولګېد او نوموړی پر ځمکه ولوېد.
د هند طبي ډلې سمدستي د هغه معاینه وکړه. کېشن څو دقیقې وروسته بېرته ودرېد او له لوبغالي ووت، خو د جدي ټپ نښې یې ونه ښودې.
هند او افغانستان په ډیلي کې درې لوبې کوي
د افغان لوبډلې ته د هند چمتووالی په داسې حال کې روان دی چې دواړه لوبډلې به د درې شلاوریزو سیالیو په لړۍ کې سره مخامخ شي.
ټاکل شوې لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۳مه، دویمه د سپټمبر په ۱۵مه او درېیمه د سپټمبر په ۱۷مه په نوي ډیلي کې ترسره شي. افغان لوبډلې ته د هند چمتووالی؛



