کورني خبرونه

افغان ماشومان د درملنې لپاره المان ته لېږدول کېږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د هډوکو په ناروغۍ اخته

 او شدید سوځيدلي ۵۴ ماشومان د المان د سولې کلي بنسټ په همکارۍ د درملنې لپاره المان ته استوي. 

بل خوا د جرمني د دغه بنسټ سرپرست مطیع الله خالص وایي تمه کېږي چې د شدیدو سوځیدلو او سوري زړه لرونکي ماشومانو د درملنې زمینه په هند او قطر کې هم برابره کړي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مطیع الله خالص وايي:«نن د هغو ماشومانو د رخصتۍ پروګرام دی چې شمېر یې ۵۴ تنه دی او له دې مخکې هغه ماشومان چې تللي دي د هغوی شمېر ۶۸ تنه دی چې په همدغو ورځو کې بېرته راستنېږي او دوی د درملنې لپاره لېږدول کېږي

محمد نعیم له بادغیسه کابل ته راغلی چې له هېواد نه بهریې د لور د درملنې زمینه برابره شي. هغه وايي چې څلور کلنه ماشومه یې د هډوکو په ناروغۍ اخته شوې او په ځلونو یې د درملنې لپاره ډاکټرانو ته بیولې؛ خو پایله یې نه ده لرلې. د ناروغې ماشومې پلار محمد نعیم وویل:«د خیرې عفونت لري چې د دې درملنه په افغانستان کې نه کېږي، ځکه چې موږ امکانات نه لرو، وسایل نه لرو، دستګاه نه لرو یا یې پاکستان ته بوځي او یا دې جرمني ته بوځي یا هم هند ته دې یې بوځي، خلاصه موږ دومره وس نه لرو چې کابل ته ولاړ شو او راشوو.

نور یی ولوله |د پاکستان له بندخونو د افغان کډوالو د ازادولو لپاره د اسلامي امارت هڅې

نور یی ولوله |د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د مسک عینک پروژې لپاره ۲۰۰ زره نوي کسان ګمارو

د بل ناروغ ماشوم پلار محمد عظیم څرګنده کړه:«غوښتنه مو دا ده چې زموږ ناروغ بهر ته ولاړ شي ان شاالله جوړ شي او راشي د اقتصاد له پلوه زموږ اقتصاد کمزوری دی، بې وزله یوو. له دې سره هم مهاله د المان د سولې کلي بنسټ رسنیز مسوول وايي چې د دغو ماشومانو درملنه به په وړیا توګه د المان په یوه روغتون کې وشي

د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ مطبوعاتي مسوول کلودیا پپهومولا زیاتوي:«موږ یې اړتیا ګورو، تاسو سم وایاست، چې باید ډېر ماشومان ولېږدوو، موږ کولای شوي چې جرمني ته ډېر ماشومان ولېږدوو، خو په جرمني کې روغتونونه د نورو ماشومانو د ځای او پیسې وړتیا نه لري. موږ وینو چې اوسمهال ډېر ماشومان لویې ستونزې لري، لکه د هډوکو ناروغۍ، خو موږ اوسمهال د اوو هېوادونو د نږدې ۲۰۰ ماشومانو درملنه کوو، د نورو ماشومانو لپاره ځای پاتې نه دی. 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button