لوبې خبرونه

افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي

نن ۲:۳۰ افغان ملي اتلان د بنګله‌دېش پر وړاندې درېیمې سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ‏کوزېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درېیمې ‏لوبې لپاره د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبې ډګر ته کوزېږي او د اتلولۍ ترلاسه ‏کولو په موخه سیالي کوي. ‏

دا لوبه نن دوشنبه د لړم پر ۲۱مه د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو ‏په شارجه کرېکټ لوبغالي کې کېږي.‏

له تېرو دوو لوبو، لومړی یې افغان کرېکټ ملي لوبډلې وګټله او دویمه یې بیا بنګله دیش وګټله چې نن دریمه لوبه به څوک وګټي.

د روانې لوبلړۍ مساوي کېدل

دا وروستۍ او برخلیک ټاکونکې سیالي به د کابل پر وخت ۲:۳۰ بجې له غرمې ‏وروسته پیل شي او اتله لوبډله به د اتلولۍ جام پر سر یوسي.‏

دې سره خوا کې، د افغانستان کرېکت بورډ ویلي چې د یوې-یوې لوبې په ګټلو ‏سره د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ مساوي شوې ده.‏

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

نور ولولئ: افغان ملي لوبډلې بنګله دیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه

نور ولولئ: د بنګله دېش او افغانستان تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ لوبې نن پیلېږي

د هېواد ملي اتلانو په لومړۍ لوبه کې بنګاليانو د ۹۲ منډو په لوی توپیر ماتې ‏ورکړې ده.‏

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله تر بل هر وخت څو برابره ‏پیاوړې او په غوره ځوان لوبغاړو سمبال ده چې د ښې توپوهنې او توپ‌اچونې پر ‏مټ د نړۍ سترې لوبډلې په ګونډو کوي.‏

د دریمې لوبې مهموالی

دې سره جوخت، د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتان ټروټ هم ویلي: «که څه هم د افغانستان لپاره هره لوبه مهمه ده، خو دا وروستۍ لوبه اوس ډېره حیاتي ده چې هلکان په بې صبرۍ ورته په تمه دي.»

د نننۍ لوبې بری ۶۴ سلنه د افغان اتلانو او یوازې ۳۶ سلنه د بنګالیانو په ګټه ‏اټکل شوی دی او دا پرله‌پسې درې‌یم ځل دی چې د هېواد ملي لوبډلې د بري ‏اټکل لوړ ښودل کېږي.‏

پر دې سربېره، افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۰۲۳ او روان ۲۰۲۴ کال د ډېرو لاسته راوړنو کال یادېږي، ځکه په دغه کلونو کې یې د پاکستان، سوت افریقا او نور غښتلي ټیمونه د کرېکټ په میدان کې مات او لوبې یې د افغانستان په نوم ثبت کړې.

افغان لوبډلې د هند له لوبډلې پرته نور ټول ټیمونه مات کړل.

د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له دې مخکې د ۲۰۲۲م کال یو ‏ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې بنګالیانو ته دوه پر یو ماتې ورکړې وه.‏

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button