نړۍ خبرونه

افغان ورزشکار عبدالعظیم بدخشي په هند کې د هندي پاسپورټ او کارټ سره نیول شوی

د مارشل ارټ افغان ورزشکار عبدالعظیم بدخشي په هند کې د هندي پاسپورټ او ادهار کارټ سره نیول شوی دی، چې جعلي يې جوړ کړي و.

بدخشي په ډهلي کې نیول شوی دی

د هند د نیوز ۱۸ وېبپاڼې د خبر له مخې، عبدالعظیم بدخشي په ډیلي کې نیول شوی دی او پولیس اوس په دې هڅه کې دي، چې هغه خلک ونیسي، چې بدخشي ته يې پاسپورټ او ادهار کارټ جوړ کړی دی.په راپور کې ویل شوي دي، چې عظیم بدخشي دوه ورځې وړاندې له یو هندي لوبغاړي سره لوبه لرله، چې د لوبې پر مهال اخ و ډب شوي او له همدې امله پولیسو عظیم بدخشي هم تاڼې ته بیولی و.

نور یی ولوله| اسدالله هارون: له کوم جرم پرته پنځلس کاله په ګوانټانامو کې بندي وم

نور یی ولوله| کابل کې د دیني عالمانو غونده؛ له ۳۴ ولایتونو څخه به ۳۰۰۰ کسان ګډون وکړي

د لټون په مهال د هند پاسپورټ او کریډیټ کارډ وپیژندل شو

د عظیم بدخشي د سامان د تالاشۍ پر مهال ورسره پولیسو د هند پاسپورټ او ادهار کارټ پېدا کړي دي. په پاسپورټ کې د هغه نوم عظیم سیټي دی او په ادهار کارټ کې د هغه د اوسېدو ادرس د ګروګرام سیمه ښودل شوې ده.

په دغه تړاو د هند د کورنیو چارو وزیر ته یو کس خط هم لېږلی دی او غوښتنه يې ترې کړې ده، چې د داسې خلکو مخه دې ونیول شي چې بهرنیانو ته د هند پاسپورټونه جوړوي، همدا راز پولیس وايي چې دوی هم د دغه خلکو په لټه کې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button