ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

افغان ولس:دسولې راتګ وخته پورې به جګړې نيمايې افغان ولس له منځه ویسي

افغان ولس:دسولېراتګ وخته پورې به جګړې به نيمايې افغان ولس له منځه وبیسي افغانستان کې روان ناورين، ۴۳ کلنې جګړې، خراب اقتصادي وضعیت ، بې روزګارۍ او ګڼو نورو ستونزو افغانان سخت ګړولي او له ژوند څخه يې زړه ورتور کړی.

زمونږ د هېواد د خلکو تر ټولو لويه ستونزه او انساني ناورين روانه جګړه ده چې هره ورځ په سل ګونو افغانان پکې شهيدان ، معلول، معيوب او ژوبل کيږي.بايد وويل شي چې عام ولس له جګړې سخت ستړی دی د جنګ له ټولو لوريو څخه يې په وار، وار غوښتي چې د خدای لپاره جګړه بس کړی.موږ هم انسانان يو د ژوند کولو حق لرو ، ددې حق لرو چې چې ارامه ، سوکاله ژوند وکړو. ددې حق لرو چې علم ، پوهه او د ژوند نور هنرونه زده کړو.

اوسه پورې په افغانانو هیڅ چا باندې رحم ونه کړ بلکي خپل ټول جنګي پلانونه يې په همدې ځای کې پلي کړي دي، له افغانستان څخه د نړۍ جنګ جوړ شوی دی.عارف ځاځي چې په کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی لولي خبريال ويبپاڼې ته داسي وايې (( زما دری ورڼه ددې بدبختې جګړې له لاسه شهيدان شول ، مور مې د ورړنو له غمه بيخي ليونۍ ده موږ ټولو ته يو ډول راوني تکليف راپيښ شوی دی.ښاغلی عارف زياتوي چې دا يوازي موږ نه يو چې له د جګړې له لاسه مو ژوند له سخت ګړاو سره مخ دی بلکي په افغانستان کې به داسي کور نه وي چې له اوسني ناورين څخه نه وي زيانمن شوی نه وي.

عارف ځاځی له دواړو لوريو غواړي چې ددې غريب ولس په خاطر دې نور سره کينې ، سوله دې وکړې په خاص ډول دی، وايې چې له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې تاسو تر څو سوله کوئ جګړې به تر نميايې زيات افغانان شهيدان کړي وي.نو باید د سولې خبرې په ترڅ کې اور بند وکړي او دغه بدبختیو نه خلاص شو.

د ښاغلي ځاځي په وينا حکومت او حکومتولي خو هم په خلکو کيږي نه په قبرونو دی زياتوي چې هديرو او تشو ګنډوالو خو حکومت نشي کيدای.بايد وويل شي چې په وار ، وار خلک لارو کوڅو ته را ووتل ، لاريون مظاهرې يې وکړې افغان ولس له جګړې سخت ستړی دی.

افغان ولس:دسولېراتګ وخته پورې به  جګړې نيمايې افغان ولس له منځه ویسي
افغان ولس:دسولېراتګ وخته پورې به جګړې نيمايې افغان ولس له منځه ویسي

له يوه افغان ماشوم څخه را نيولي بيا تر پوه سيپن زيږي او افغان پوري ټول له جګړې ستړي. بس چې له هر چا سره کيني همدا د جګړې او رروان ناورين خبري به کوي له دې څخه به سر ټکوي او د هر عام وګړي په خوله دا خبره تل اوريدل کيږي الله تعالی دې ټول افغانستان کې سوله راولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button