لوبېلوبې خبرونه

افغان کرکټ ملي لوبډله جنورۍ میاشت کې له هند سره درې ۲۰اوریزې لوبې لري

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ۲۰۲۴ کال جنوري کې د افغانستان او هند تر منځ ۲۰اوریز لوبلړۍ نهايي شوه

د افغانستان او هند لوبډلو تر منځ د ۲۰اوریزو لوبلړۍ داسې مهال نهايي کېږي چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځني نړیوال جام لوبو کې تر ټولو قوي لوبډلې ماتې کړې او د نړیوالو پام یې ځانته رواړوه.

افغان کرېکټ بورډ زیاتوي، د هندوستان په وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ نیټې وروستۍ شوې او راتلونکې جنورۍ به کې افغان لوبډله د هند له لوبډلې سره مخامخ شي.

نور ولولئ: کرکټ؛ اسټراليا د شپږم ځل لپاره نړیوال جام یووړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (لړم ۳۰مه) نېټه خبر ورکړ چې، له هندوستان سره د دریو شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ نیټې وټاکل شوي.

د یادو ۲۰اوریزو لوبې نېټې

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله ایکس او فیسبوک پاڼو لیکلي چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷ مه نیټه د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دغه هېواد کې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې تر سره کړي.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لوبې لا له وړاندې د هندوستان له کرېکټ بورډ سره برابرې شوې وې، خو نیټې یې اوس تازه اعلان شوې.

یادې سیالۍ به د هندوستان په موهالي، انډور او بنګلور پر کرېکټ لوبغالو کې تر سره شي.

دا لومړی ځل دی چې هند له افغان لوبډلې سره سریز کوي

افغانستان تردې مهاله یوازي په اسیایي جام او نړیوال جام سیالیو کې له هند لوبډلې سره لوبې ترسره کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله به په دوه اړخیزه سیالیو کې د هندۍ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

افغان کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې ډېره ښه وځلېده. کرکټ پوهان وايي چې له افغان لوبډلې سره به نورې نړیوالې لوبډلې هم د سیریزونو د نیولو لپاره زړه ښه کړي او لوبې به ورسره وکړي، ځکه اوس مهال افغان لوبډله عادي لوبډله نه ده بلکې د قوي لوبډلو په کتار کې راځي.

افغان ملي لوبډله به راتلونکې کې نورې لاسته راوړنې هم ولري او په نړیوالو لوبو کې به ځلېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button