Uncategorized

افغان کرېکټ بورډ له بنګله دېش سره د درې ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

درې یو ورځنۍ لوبې؛ کرېکټ بورډ د بنګله ‌دېش پر وړاندې لوبلړۍ ‏لپاره د ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د بنګله‌دېش ‏پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نوملړ په ډاګه کړ چې د راتلونکې ‏نومبر میاشت کې پیل شي.‏

نوموړي بورډ سه‌شنبه د لړم پر لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ‏سیالۍ به د نوامبر میاشت پر شپږمه د اماراتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي ‏کې پیل او د مدې میاشت پر ۱۱مه به پای ته ورسېږي.‏

ځینې لوبغاړي تر درملنې لاندې

په خبرپاڼه کې راغلي چې پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ او ورو توپ‌اچوونکی ‏مجیب‌الرحمن لا هم تر درملنې لاندې دي او دغې لوبلړۍ کې به د لوبډلې برخه ‏نه وي.‏

ورته مهال، تکړه کین‌لاسي پیلیز توپوهوونکي صدیق‌الله اتل او ‏پیاوړي ځوان ورو کین‌لاسي توپ‌اچوونکي نوراحمد ته هم په دې سیالیو ځای ‏ورکړل شوی دی.‏

نور ولولئ:  راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

نور ولولئ: راشد خان ای پي ایل کې د ډېرو ویکټو اخیستو ریګارډ خپل کړ

د خبرپاڼې له مخې، اتل په ګڼ‌شمېر وروستیو کورنیو او نړیوالو لوبو کې خپله ‏غوره وړتیا ښودلې او ښه توپوهنه یې ترسره کړې چې له امله یې د دې لوبلړۍ په ‏نوملړ کې شامل دی.‏

د افغانستان کرېکت اجرائیوي مشر نصیب‌خان روان ۲۰۲۴م کال د افغان ملي ‏لپاره بوخت او له لاسته راوړنو ډک کال بللی دی.‏

دغه سیالۍ څومره مهمې دي؟

د نوموړي په خبره:«یو ورځنۍ سیالۍ زموږ د لوبډلې ځانګړی اهمیت لري چې ‏پر مټ به يې افغان لوبډلې د راتلونکو چېمپینز ټرافي سیالیو لپاره په بشپړه توګه ‏چمتو شي.»‏

دې سره جوخت، د یاد بورډ د غواروي کمېټې لنډمهالي مشر احمدشاه سلیمانخېل ویلي چې ابراهیم ‏او مجیب د ډاکټرانو له سپارښتنو سره سم خپلو درملنو ته دوام ورکوي او تر ‏رغېدو پورې به د ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي.‏

نوموړي هيله څرګنده کړې چې یاد لوبغاړي ژر تر ژره ښه او د راتلونکو سترو ‏نړیوالو سیالیو لپاره ملي لوبډلې سره یوځای شي.‏

د نوملړ پر بنسټ، حشمت‌الله شاهدي د لوبډلمشر او رحمت‌شاه زرمتی د مرستیال ‏لوبډلمشر په توګه د لوبډلې برخه دي.‏

عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، ‏ننګیال خروټی، الله‌محمد غضنفر، بلال سمېع او نوید ځدراڼ هغه ځوان لوبغاړي ‏دي چې په دې نوملړ کې شامل شوي دي.‏

کرېکټ پوهان وايي چې د افغان لوبډلې لپاره ۲۰۲۳ کال تر ټولو غوره او د لاسته راوړنو ډک کال وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button