سپورټ

افغان کرېکټ ستوری ابراهیم ځدراڼ: هیله لرم چې بېرته لوبغالي ته راوګرځم

ابراهیم ځدراڼ وايي، هیله لري چې یو ځل بیا د لوبو میدان ته راوګرځي او د خپل هېواد لپاره ولوبېږي

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی دی چې په نړیواله کچه د افغانستان لپاره لوبېږي او د خپلو وړتیاوو پر اساس په نړیواله کچه شهرت لري.

ښاغلی ځدراڼ چې د تمریناتي لوبو پر مهال یې پښه ژوبله شوې، په روغتون کې بیستر او تر درملنې لاندې دی.

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې  پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې لوبغالي ته را ګرځېدل یې لویه هیله ده.

هغه زیاته کړي: « زه نور څه نه غواړم پرته له دې چې میدان ته راوګرځم، د خپل ګران هېواد استازیتوب وکړم او داسې نندارې وړاندې کړم، چې تاسې ټول پرې وویاړئ.»

له ابراهیم ځدراڼ سره د مینه والو مینه

ابراهیم ځدراڼ له افغان مینه والو ته په اشاري ویلي، چې ستاسې مینه او ملاتړ زما لپاره د هرڅه معنا لري او په خبره یې دا هغه څه دي، چې ما د هرې ننګونې پر وړاندې هڅوي.

afghan 2024 09 24t103649.330
ابراهیم ځدراڼ تر درملنې لاندې دی

نوموړي وړاندې لیکلي: «زه به بېرته پیاوړی شم، ان شاء الله. تر هغه وخته، مهرباني وکړئ ما په خپلو دعاګانو کې وساتئ.»

نور ولولئ: راشد خان ولې له بېګ‌باش سیالیو بهر کړی شو

نور ولولئ:  د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره

ابراهیم ځدراڼ له نیوزلنډ سره تر ټیسټ لوبې وړاندې په تمریناتو کې ژوبل شو او تازه یې تېر ماسپښین په انګلستان کې د ښنګرکي عملیات وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي؛ نوموړي ته له یوه فیزیوټراپېسټ سره د لس اوونیو د پاتې کېدو سپارښتنه شوې، چې پر ځانګړو حرکتونو پوره روغ شي.

د مجیب ځدراڼ د روغتیا په اړه

افغانستان کې هم د کرکټ په ځانګړي ډول د ابراهیم ځدراڼ مینه وال هیله لري، چې نوموړی به ژر روغ او ملي لوبډلې ته راستون شي. دوی د ابراهیم ترڅنګ له کرکټ بورډ نه غواړي چې د مجیب ځدراڼ په اړه هم تازه معلومات خپاره او له رغېدو وروسته یې بېرته ملي لوبډلې سره یوځای کړي.

ابراهیم ځدراڼ او مجیب ځدراڼ د افغانستان په کرېکټ کې نه تکرارېدونکي څېرې دي. مجیب ځدراڼ په یوه لوبه کې د پاکستان کرېکټ ټیم چې نړیوال قوي ټیم دی، د خپل غوره بالېنګ په زور یې د هغه ملا ماته کړه او له همدې امله د نړیوالو رسنیو سرټکی وګرځېده.

له دې وړاندې افغان کرېکټ ستوري راشد خان هم د ملا عملیات کړي وو او اوس د لوبډلې لپاره لوبېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button