لوبې خبرونه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ ته ماته ورکړه

افغانستان دغه لوبه له ایرلنډ د لسو منډو په توپیر وګټله.

افغان لوبډلې د محمد نبي عیسی خېل د چټکې نیمه سلیزې په مټ د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ ته د ۱۵۳ منډو هدف ټاکلی و.

خو ایرلنډ‌ په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړای شوې.

cricket (1)
cricket (1)

د ایرلنډ لوبډلې له لوري توپوهنه

د ایرلنډ له اړخه انډي بالبېرني ۴۵ او ګارېت دېلاني د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ په ۱۸ توپونو ۳۹ چټکې منډې جوړې کړې.

توپ اچونه کې راشد خان ۴ او ننګیالي خروټي ۲ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو چې ۲۵ چټکې منډې یې وکړې.

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په دریمه ۲۰اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او دا ځل یې د تېرې شل اورېزې لوبې خلاف لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې پیل ښه نه و، ځکه په ۱۰ منډو کې یې ۴ لوبغاړي وسوزېدل او تمه هم نه کېده چې افغان لوبډله به ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف ورکوي.

د افغان لوبغاړو غوره لوبه

محمد نبي او صدیق اتل وو چې د لوبې بڼه یې تغیر کړه او په خپله اوږده ملګرتیا سره یې وکولی شول، مقابل لوبډلې ته لوړ هدف ورکړي.

افغانستان له اړخه توپ وهنه کې محمد نبي د ۳ شپږېزو او ۶ څلوریزو په مټ په ۳۸ توپونو ۵۹ منډې وکړې چې تر ټولو ډېرې وې.

cricket (2)

صدیق الله اتل په ۳۵ او لوبډلمشر راشد خان په ۲۵ منډو وسوځېد. د ایرلنډ لپاره توپ اچونه کې مارک ادایر ۳، همدا راز جوش لېټل او باري مککارټي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په نننۍ لوبه کې ټول هماغه لوبغاړي وو چې په نوملړ کې د لومړۍ شل اوریزې پر مهال اعلان شوي وو.

رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، محمد اسحاق، اعجاز احمدی، ننګیالی خروټي، نوین الحق او فضل الحق فاروقي نن د افغانستان لپاره لوبه کوي.

افغان لوبډلې لومړۍ ۲۰اوریزه لوبه د ۳۸ منډو په توپیر بایللې وه.

که افغان لوبډله دریمه ۲۰اوریزه لوبه وګټي نو ددغه روان سریز اتلولي به هم په خپل نوم کړي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له ایرلنډ د ورځنیو لوبو سریز هم د ۲=۰ په مقابل کې ګټلی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button