نړیوال خبرونه

افغان کډوال؛ تاجکستان خپله خاوره کې لنډمهالی پنډغالی جوړ کړی

د تاجکستان حکومت ويلي، د دغه هېواد په جنوب کې د افغان کډوالو لپاره چې ښايي له افغانستانه دغه هېواد ته ورواړي يو لنډمهالی پنډغالی يا کمپ جوړ کړی دی. د تاجکستان دولتي خبري اژانس (خاور) د جمعې په ورځ (۱۵ اپرېل) راپور ورکړی چې په دې کمپ کې ۶۴ خېمې جوړې شوې چې هره يوه يې برېښنا، د څښاک اوبه او يو پخلنځی لري. ويل کېږی په دې کمپ کې د روغتيا ساتنې اسانتياوې، تشنابونه او حمامونه هم جوړ شوي دي.

تاجکستان ویلي، دا ډول نور کمپونه به هم جوړ کړي.ويل کېږي چې د افغان کډوالو لپاره دغه کمپ د پلازمېنې دوشنبې جنوب ته په ۱۵۰ کيلومترۍ کې د جلال الدين بلخي ولسوالۍ په سنات سیمه کې جوړ شوی دی. په عيني حال کې باختر خبري اژانس د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له خولې ليکلي چې دوی به راتلونکې میاشت له ايران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېنشرۍ سره د افغان کډوالو د حالت په اړه خبرې وکړي.

تاجکستان شاوخوا اته مياشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د امنيتي دلايلو له مخې خپله پوله د افغان کډوالو پر مخ وتړله. د طالبانو له خوا د شمالي ولايتونو تر نيولو وروسته شاوخوا ۱۵ زره افغانان تاجکستان ته وتښتېدل. په دا وروستیو کې لږ ترلږه ۱۵۰۰ افغان کډوال له تاجکستانه د خپلو کورنيو او ملګرو د ملاتړ پروګرام له مخې کاناډا ته تللي دي.

نور یی ولوله | د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې

تاجکستاني چارواکو په وار وار نړيوالو سازمانونو او لوېديځو هېوادونو ته ويلي، تاجکستان يوازې نشي کولی د افغان کډوالو ټولې اړتياوې پوره کړي. د ملګرو ملتونو ادارو، اروپايي ټولنې او يو شمېر لوېديځو هېوادونو په تاجکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره خوراکي او طبي مرستې کړې دي.

تاجکستان په منځنۍ اسيا کې له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چې څه باندې ۱۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. تاجک چارواکو وويل د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف)، اغا خان بنسټ، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) او د بېړنيو حالاتو لپاره د تاجکستان کمېټې استزاو نن د احتمالي افغان کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه ليدنه وکړه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button