نړیوال خبرونه

د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې

په پکتیا کې د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې. د پکتیا غږ راډیو د خپرونو مدیر ذبیح‌الله ایوبي وویل چې د اقتصادي مشکلاتو په ګډون د یو شمېر ستونزو له کبله‌یې نور نه‌شوی کولای چې خپل فعالیت مخ ته یوسي.

ښاغلی ایوبي زیاتوي: “په دې وروستیو کې د یو شمېر ستونزو او اقتصادي مشکلاتو له کبله دې راډیو نه‌شوی کولای چې خپلو نشراتو ته دوام ورکړي، اوس د موقت وخت لپاره دې راډیو خپلې خپرونې ودرولې، نو که په راتلوکي کې بیا زمینه برابره شوه، ان‌شاءالله خپل فعالیت به پیلوو.”

د ښاغلي ایوبي په خبره په پکتیا غږ راډیو کې د ښځو په ګډون شااوخوا ۲۰ کسانو کار کاوه چې اوس بې‌کاره شوي دي.

نور یی ولوله | ټیم ساوتي د نیوزیلېنډ لوبډلې د کال غوره لوبغاړی شو

پکتیا غږ د افغانستان له ملي راډیو وروسته له لومړنیو راډیوګانو څخه وه چې شااوخوا ۱۷ کاله وړاندې يې په دې ولایت کې نشرات پیل کړي و.

د افغانستان د رسنیزو بنسټونو فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په دې هېواد کې له ۶۲۳ رسنیو څخه ۳۱۸ له فعالیته لوېدلي او تر ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي او یا يې له وېرې خپلې دندې پرېښې دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button