افغان کډوال

افغان کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو ګډه ناسته

اړوند خبرونه:

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د کمېشنرۍ د «کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو” په تړاو ګډه ناسته وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د کمېشنرۍ د دوامداره حل‌لارو لوړپوړې سلاکارې فرحانه سټاکر په دې غونډه کې ویلي چې، بنسټيزه موخه یې خلکو او مستحقو کسانو ته د مرستې رسول دي.

سرچینه زیاتوي چې، د دې چارې موخه د لا ښه تامین لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره باید تخنیکي ناستې ترسره شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا غونډه د یاد وزارت د راستنېدو او بیا ادغام رییس شکرالله شاکر په مشرۍ ترسره شوې، چې د څلورو ښارګوټو د جوړولو په هکله په‌ کې بحث شوی دی.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه لسګونه کډوال په جبري ډول ایستل کېږي او دلته بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button