افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لومړنۍ لوبه د بنګله دیش پر وړاندې وبایلله
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په اسیا جام کې خپله لومړنۍ لوبه بنګله دیش لوبډلې ته وبایلله
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په وروستیو لوبو کې ډېره ښه وځلېده او په چټکۍ سره یې خپل سیال ټیمونه مات او اتلولۍ یې ترې وګټلې، خو په دې وروستۍ لوبه کې یې بنګله دیش ته خپل لومړنۍ لوبه وبایلله.
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نن د کرکټ اسیايي شورا اړوند اسیا جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماته وخوړه.
افغان لوبډله څه ډول ماته شوه
افغان لوبډلې د سیالې لوبډلې د ۲۲۹ منډو هدف په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې او د ۴۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.
افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه.
سیالې لوبډلې د نهو لوبغاړو سوځېدو سره په پنځوسو اورونو کې ۲۲۸ منډې جوړې کړې.
نور ولولئ: کرېکټ: د اي پي اېل غوره لیګ ته څو افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي؟
نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ توپیر ماته ورکړه
د بنګلدېش لوبډله کې عزیز ول حکیم د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ملګرو ډېرې منډې وکړې.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره تر ۷۸ اور ۱۸۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
په افغان لوبډله کې فیصل خان د ۵۸ منډو جوړولو سره تر نورو ملګرو ډېرې منډې وکړې.
د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې بله لوبه
د افغانستان د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، افغان لوبډله د راتلونکې یکشنبې په ورځ په دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه له سریلانکا سره لري.
له نولس کلونو کمعره کرېکټ لوبډلو اسیا جام د متحده عربي اماراتو په کوربتوب روان دی.
سږ کال د دې جام ۱۱ پړاو دی، چې افغانستان، پاکستان، هند، بنګلدېش، سریلانکا، متحده عربي امارات، جاپان او نېپال پکې په دوو ګروپنو کې لوبېږي.
دا جام چې نن پیل شوې، پایلوبه یې د ډيسمبر پر اتمه کېږي.
تېر کال د دې جام پایلوبه کې بنګلدېش متحده عربي اماراتو ته په ماتې ور کولو دا اتلولي خپله کړې وه.
پر دې سربېره باید یادونه وکړو چې افغان کرېکټ لوبغاړو په نړیواله کچه غوره لوبې وکړې او اکثره لوبغاړي یې له کلکو او نامتو ټیمونو سره ښې لوبې وکړې چې په دې کې یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د پاکستان ټیم ته تاریخي ماته ورکړه.