ټکنالوجينړیوال خبرونه

اقلیمي بدلون: له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو په اړه نویو نظریاتو هیلې راپارولې دي

له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د راکشولو او په سمندر کې د هغې د زیرمه کولو په اړه ساینسپوهانو نوې لارې موندلې

د انرژۍ تولیدوونکو کارخونو په وسیله په هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ او نورو مضرو ګازونو خپریدو له امله د نړۍ تودوخه په زیاتېدو ده.

یو نوی راپور وايي له اتموسفیر څخه د کاربن ډای اوکسایډ د راجذبولو نوې لاره د اوسنیو لارو په پرتله درې ځله زیاته اغیزمنه ده.

دا ګاز چې د نړۍ د تودوخې زیاتېدو سبب کېږي کیدای شي د سوډا پر بایکاربونیټ بدل شي او په خوندي او ارزانه توګه د سمندر په اوبو کې زیرمه شي.

کارپوهان وايی دا نوې لاره کولای شي له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو ټکنالوجي ګړندۍ کړي.

نور ولولئ: ګوتریش ویلی چی خپل قبرونه خپله جوړه وو

په داسې حال کې ده چې نړۍ په دې وروستیو لسیزو کې هڅه کړې چې په هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ تولید کم کړي. یوشمېر شرکتونه بوخت دي چې له اتموسفیر څخه د دې ګاز د لیرې کولو لپاره ټکنالوجۍ ته وده ورکړي.

په سویځرلینډ کې د کلایم ورکس شرکت پدې برخه کې شهرت موندلی

دغه شرکت په تېرو لسو کلونو کې داسې ماشینونه جوړکړي چې هوا راکشوي او دکاربن ډای اوکسایډ مالیکولونه ورڅخه جلاکوي او بيا يې زیرمه کوي.

د کلایم ورکس شرکت په آیسلینډ کې د نړۍ تر ټولو ستره کارخانه جوړه کړې چې له هوا نه مستقیما کاربن ډای اوکساید راجذبوي.

د ایسلینډ په دې کارخانه کې راجذب شوی کاربن ډای اوکسایډ تر ځمکې لاندې ژورو کې زیرمه کیږي او هلته د تل لپاره په ډبرو بدلیږي خو د زیاترو اوسنیو طریقو یوه ستونزه داده چې مستقیما له هوا نه د کاربن راجذبولو لګښت ډېر دی.

کاربن ډای اوکسایډ چې د هوا یو پیاوړی ګرمونکی غاز دی په هوا یا اتموسفیر کې دومره ډېر نه دی بلکې د هوا په هر میلیون برخه کې ۴۰۰ برخې کېږي.

له هوا څخه د کاربن ډای اوکسایډ د راجذبولو او لیرې کولو لپاره ستر ماشینونه او خورا ډېره اندازه انرژي پکار ده

ستونزمن کار له هوا څخه د دې ګاز راټولول دي چې لپاره یې ډیر لوی ماشینونه او ډیره اندازه انرژي په کار دی چې ډیر لګښت لري.

خو اړونده ساینسپوهان وايي په نوې لاره کې له یو لړ عادي کیمیايي توکو کار اخیستل کېږي چې لګښت یې کم او اغیزمنتیا یې ډېره ده.

ازموینو څرګنده کړې چې د نوې لارې په مرسته کیدای شي د پخوانیو طریقو په پرتله درې ځله زیات کاربن ډای اوکسایډ له هوا څخه لیرې کړل شي.

په پراخه کچه د ونو کرل لکه په چین کې چې دي له هوا نه د کاربن ډای اوکسایډ د جذبولو مستقیمه او ارزانه لار ده خو ونې باید په پراخه کچه په ډېرو ځمکو کې کېنول شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د لیهای پوهنتون پروفیسر اروپ سېنګوپتا چې د څېړندویه ډلې د راپور مشر دی وايی: “زموږ د کار دا نوې طریقه خورا بېسارې ده ځکه چې د لږو جذبوونکو کیمیاوي توکو د کارولو له لارې په زیاته کچه کاربن ډای اوکسایډ راجذب کېږي.”

که څه هم دا طریقه په لومړیو پړاوونو کې ده خو د دې ساحې نورو کارپوهانو يې هرکلی کړی. د پرېنسټن پوهنتون پروفیسرې کاترین پیټرز چې د جیولوژيکي انجینرۍ کارپوهه ده او په دې څېړنه کې یې برخه نه درلوده، ویلي” خوشاله یم چې دا راپور خپور شوی دی، دا په زړه پورې ده او ډېر ښه چانس شته چې د کاربن ډای اوکسایډ د جذبولو په هڅو کې به پرمختګ راولي.”

د پایښت لرونکې انرژي د ګړندي پرمختګ او کارولو سره-سره ګومان کېږی چې د هوا د تودوخې کنټرولولو لپاره به په پراخه کچه له هوا څخه د کاربن لیرې کولو ته هم اړتیا وي.

ډاکټر سېنګوپتا وايي اوس دی غواړي یو شرکت جوړ کړي چې دې ټکنالوجۍ ته نوره هم وده ورکړي.

هغه په دې باور دی چې په دې ډول له هوا نه د کاربن لیرې کول به نه یواځې د نړۍ د تودوخې د لوړېدو مخنیوي لپاره مهم وي بلکې له مخ پر ودې هېوادونو سره به هم مرسته وکړي.

موږ باید دا (ټکنالوژي) داسې ځایونو لکه بنګله دېش، باربادوس یا مالدیف ته یوسو او هغوی هم باید یو رول ولوبوي.

ځینې ساینسپوهان ددې نویو ټکنالوژيو په اړه زړه نازړه دي ځکه ډارېږي چې نور به حکومتونه او خلک د کاربن د کمولو لپاره خپلې هڅې کمې کړي.

یو شمیر چارپوهان وایي چې د دې تر څنګ باید له نورو ټکنالوجیکو لارو چارو هم کار واخیستل شي

خو په داسې حال کې چې د نړۍ د تودوخې درجې د ډېرېدو ګواښ په زیاتیدو دی، ډېری نور کسان فکر کوي چې د نورو هڅو ترڅنګ باید له دې نویو ټکنالوژيکو لارو چارو څخه هم کار واخیستل شي چې د اقلیم د خطرناکه بدلون مخه ونیول شي.

د دې ډګر یو مخکښ ساینس‌ پوه پروفیسر کلاوس لکنر وايي:”اوس لا ډېره مهمه ده چې خپلې هڅې زیاتې کړو او له چاپیریال څخه کاربن ډای اوکسایډ بیرته راواخلو هغه زیاتوي:” خوشبین یم چې دا ټکنالوژي به په راتلونکي کې ارزانه شي.”

پروفیسر سېنګوپتا هم دغسې خوشبیني لري او باور کوي چې دا نوې طریقه به د یو ټن کاربن ډای اوکسایډ د لیرې کولو لپاره له ۱۰۰ ډالرو نه کم لګښت ولري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button