افغانستان

المرصاد: طالبانو کابل کې د داعش ډلې مرکز له منځه وړی

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د طالبانو حکومت ته یوې نژدې رسنۍ «المرصاد» د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ چې پرون امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د داعش خراسان ډلې پر یوه پټنځای پراخ عملیات وکړل.

تېره شپه سیمه‌ییزو سرچینو وویل، دا عملیات د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د «قصبې» په سیمه کې، چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې ده، شوي او د سپکو وسلو د ډزو او پرله پسې چاودنو غږونه له سیمې اورېدل شوي دي.

د دې عملیاتو په ویډیوګانو کې چې رسنیو خپاره کړي، لږ تر لږه د داعش خراسان ډلې د یوه غړي جسد لیدل کېږي چې د ودانۍ په کنډوالو کې پروت دی. بله ویډیو بیا د یوه خوب خونې په المارۍ کې ډېرې پیسې لیدل کېږي چې د داعش غړو هلته پټې کړې وې.

سرچینې باور لري چې دا کشف ښايي په دې ځای کې د داعش خراسان ډلې د یوه مهم مشر یا کلیدي څېرې د اوسیدو ښکارندوی وي. سره له دې، د وژل شویو یا نیول شویو کسانو بشپړه پېژندنه لا هم روانه ده.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو تر دې دمه په رسمي توګه د دې عملیاتو جزئیات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقي» د تېر کال په غبرګولي میاشت کې پرته له دې چې کوم ځانګړی هېواد په ګوته کړي، ویلي و چې درې ګاونډي هېوادونه په سیمه کې د داعش ډلې لپاره زمینه برابروي.

هغه ویلي وو: یو هېواد د داعش لپاره بشري ځواک برابروي، بل هېواد یې روزنیز پروګرامونه پر مخ وړي او درېیم هېواد بیا د دې ډلې ترهګریز بریدونه همغږي کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، داعش خراسان په افغانستان کې یوه جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. خو داسي ښکاري چې د ېالبانو حکومت تر ډېره توانېدلی چې د دې ډلې د بریدونو مخه ونیسي او ځینې مهمې کړس یې شنډې کړي. همدا دلیل دی چې دا ډله د طالبانو د واک ته رسیدو د لومړي او دوهم کال په شان بریدونه نه شي کولي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button