افغانستان

الکترونیکي تذکرې؛ په شپږو میاشتو کې تر ۸۲۷ زره ډېرې وېشل شوې

الکترونیکي تذکرې په افغانستان کې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۲۷ زره او ۶۰ کسانو ته وېشل شوې دي. د احصائیې ملي ادارې تازه شمېرې خپرې کړې دي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې ۸۲۷ زره او ۶۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دې ادارې د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تذکرو د وېش بهیر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې روان دی.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، الکترونیکي تذکرې په دې موده کې ۶۰۰ زره او ۵۴۶ نارینه‌وو او ۲۲۶ زره او ۵۱۴ ښځو ته ورکړل شوې دي.

الکترونیکي تذکرې؛ ښځو او نارینه‌وو ته څو وېشل شوې دي؟

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د تذکرو ډېره برخه نارینه‌وو ترلاسه کړې ده.

د ادارې شمېرې ښيي چې شاوخوا ۷۲.۶ سلنه تذکرې نارینه‌وو او ۲۷.۴ سلنه ښځو ته وېشل شوې دي.

دغه سلنې د ادارې د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ محاسبه شوې دي.

د ادارې په وینا، د تذکرو د وېش د بهیر له پیل راهیسې په افغانستان کې نږدې ۱۸.۳ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

الکترونیکي تذکرې د هېوادوالو د هویت د ثبت او پېژندنې لپاره کارول کېږي او د بېلابېلو اداري خدمتونو په ترلاسه کولو کې هم اهمیت لري.

الکترونیکي تذکرې له کومو مرکزونو ترلاسه کېدای شي؟

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، اوس‌مهال په افغانستان کې د اسان خدمت ۸۷ مرکزونه فعالیت کوي چې خلکو ته د برېښنايي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د دغو مرکزونو ترڅنګ، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې هم یو مرکز د افغانانو لپاره فعال دی.

د ادارې د معلوماتو له مخې، خلک کولای شي د یادو مرکزونو له لارې د تذکرو اړوند خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

الکترونیکي تذکرې د افغانستان د هویت ثبتولو د بهیر یوه مهمه برخه ده، خو ادارې په خپله خبرپاڼه کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د وېش د هدف په اړه معلومات نه دي ورکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button