امام ابن حبان البستي څوک و؟
د احادیثو دا ستر عالم په افغانستان کې د هلمند ولایت د بست تاریخي ښار اوسیدونکی و
د اسلامي تمدن په ودانۍ کې د عربي جزیرې له اوسېدونکو څخه د ستر خراسان او پښتیانا لویو شخصیتونو او پوهانو ډېر د پام وړ کارونه کړي دي چې ځینې یې تر اوسه هم د شهرت پر اسمان ځلیږي او ځینې نور یې سره له دې چې عام خلک یې نه پېژني خو د تاریخ او دیني علومو ستر علما یې په اړه څه ناڅه مالومات لري.
د دې پوهانو له جملې څخه یو هم امام ابن حبان رحمه الله دی چې زموږ افغان دی، د نوموړي نوم د نړۍ اسلامي علما د احادیثو په علم کې په ډېر ویاړ اخلي خو زموږ ډېر کم شمېر افغانان یې په اړه مالومات لري، په دې لیکنه کې مو د نوموړي په اړه لنډه مالومات راټول کړي.
محمد بن حبان بن احمد البُستي په ۲۶۱هجري کال د افغانستان، هلمند په بست کې پیدا او په ۳۵۴هجري کال په بست کې وفات شوی دی. نوموړی امام، علامه، حافظ، د خراسان شیخ، محدث، مورخ او د مشهورو کتابونو خاوند تېر شوی دی.
له مشهورو محدثینو لکه امام نسایي، حسن بن سفیان او ابو یعلي الموصلي څخه یې زده کړې کړي دي.
ابن حبان البستي د حدیث په علم کې د پوره باور وړ شخص دی چې په دې علم کې یو مسند هم لري
له امام ابن حبان څخه ابن منده، ابوعبدالله الحاکم او نورو علماوو روایتونه کړي دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په روایت کې د پوره باور وړ شخص په توګه منل شوی دی. د هغه په اړه خطیب البغدادي وایي چې په احادیثو کې ثقه او د لویې پوهې خاوند عالم تېر شوی دی.
نوموړي ډېر اثار په یادو زده وو، په نجوم، طب او د پوهې په نورو فنونو کې یې پوره لاس درلود. مشهور اسلامي عالم حاکم یې په اړه ویلي دي: ابن حبان رحمه الله په فقه، ژبه، حدیث، او وینا کې د لویې پوهې خاوند و او د وخت له وتلو پوهانو څخه و چې د درس د زده کړې لپاره به ډېر خلک ورتلل.
نوموړي ګڼ شمېر کتابونه لیکلي دي چې یو شمېر یې دا دي:
د ابن حبان مسند( د احادیثو مشهوره ټولګه یې ده)، تاریخ الثقات، علل اوهام المورخین، مناقب الشافعي، المعجم (قاموس) او داسې نور.