نړیوال خبرونه

امرالله صالح:امنیتي ناسته کې مودکابل امنیت لپاره نوې فیصلې وکړې

امرالله صالح:امنیتي ناسته کې مودکابل امنیت لپاره مو نوې فیصلې وکړې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د مجرمینو پر وړاندې د مبارزې د مسؤولیت د دریمې ورځې په درشل کې د کابل له امنیتي چارواکو سره په ناسته کې نوې پرېکړې وکړې

نوموړي خپل فیسبوک پاڼه باندېلیکلي ټولو بې سنده موټرونو ته د محصول او مالیې مرحلې بشپړولو او سندونو تر لاسه کولو لپاره دوه میاشتې وخت ورکول کیږي،خو په دې موده کې چې بې اسناده موټر ونیول شو، د باریکاب میدان ته به لیږدول کیږي یا د ښار او ولسوالۍ ګزمو کې د پولیسو له خوا په مستقیم ډول کارول کیږي.همدا راز پرېکړه وشوه چې سوالګر به د سړکونو په منځ کې د ودریدو یا کېناستو اجازه ونه لري. لوړې ودانۍ چې د جوړیدو لاندې دي او د جوړېدو امر یې نه دی تر لاسه کړی غورځول کیږي به او یادوونه یې وکړه چې پرون هم دوه نمونې خرابې شوي.

ښاغلي صالح د کابل ښاروالۍ ته امر وکړ چې د ټولو لوړو ودانیو لیست ترتیب کړي چې په غیر قانوني ډول او پرته له اجازې جوړې شوې دي. او سرغړونکو سره به قانوني معامله کیږي.د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې دا راز په لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې ټول دوکانونه چې د سړک غاړې یا پیاده رونه یې تړلي دي، خبر ورکول کیږي پیاده روونه دې خلاص کړي.

نوموړی زیاتوي چې د جرم ګراف به هر سهار په شپږو بجو بیا ارزول کیږي. د کوچنيو او لوی مجرمینو لیست به د ناحیې- په ناحیې حوزې- په حوزې او کلي په کلي د حوزو امرینو ته په واک کې ورکوي.صالح وایي، یو شمیر چارواکي چې د جنایتکارانو سره په لاس لرلو تورن وو، د عامه معلوماتو پر اساس نیول شوي او عدالت ته راوړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې په وروستیو اوونیو کې د جنایي او امنیتي پېښو په زیاتېدو سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د موقت وخت لپاره د کابل د امنیتي مسایلو ارزونې مسؤولیت خپله په غاړه اخلي او ډاډ یې ورکړ چې په کابل ښار کې به امنیت او نظم راوړي. او د ټولو هېوادوالو ژوند به خوندي پاتې شي.اوسمهال کابل کې لا هم بې امني ده او هره ورځ لسګونه کسان پکې مړه کیږي که چېرې دولت ناکام شي نو خلک به کابل پرېږدي او نورو هېوادونو ته به کډه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button