نړیوال خبرونه

امرالله صالح:دایمي سوله بیړې سره نا تامنیږي

امرالله صالح:سوله زر نه رازي. په کابل کې له بي بي سي میډیا سره په خپله تازه انټرویو کې ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې د ولسمشر اشرف غني طرحه تر ټولو طرحو جامع او سمه ده، او هر څوک چې له دې طرحې سره مخالفت کوي، دده له قوله وطن سره مخالفت لري.

ښاغلی صالح ویلي دوی د ملت له وجدان او له قران سره مخالفت ښيي.نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې اشرف غني تیار دی تر وخت وړاندې ټاکنې ترسره کړي او په راتلونکو ټاکنو کې نوماند هم نشي؛ خو دده په خبره، کله هم له ټاکنو نه تېرېږي او هر څوک چې واک په لاس کې اخلي، له مشروع لارې یې باید  د ترلاسه کولو هڅه وکړي.او ملت ته ځان ثابت کړي.

د امرالله صالح په اند د ترکیې په غونډه کې به د جمهوریت په استازیتوب یوازې یوه طرحه مطرح کېږي.ده طالبان تورن کړل، چې د سولې لپاره هيڅ ډول طرحه نه لري او په جګړه ټينګار کوي.د صالح پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغان سولې پروسې د چټکتیا او د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د سیاسي جوړجاړي د رامنځته کېدو هڅې زیاتې شوې دي.

ghani with amrullah salih1 1

هیله کیږي روانه میلادي میاشت د ترکیې په استانبول کې د سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، چې د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ ښایي د سیمې یو شمېر هیوادونه هم برخه پکې ولري.داسې وخت چې نړیوالې ټولنې او په افغان سوله کې ښکېلو اړخونو په افغانستان کې د سولې ا وثبات د تامین لپاره هڅې چټکې کړې دي،

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، سوله وخت غواړي او په بیړه د سولې تامینېدل ناشوني دي.نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې اشرف غني تیار دی تر وخت وړاندې ټاکنې ترسره کړي او په راتلونکو ټاکنو کې نوماند هم نشي.هغه وای غیر له ټاکنو هیڅ ډول لاره نشته اوټولې خواوې باید انتخاباتو ته تیار شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button