افغانستان

امرالله صالح: “حقاني او وثیق د ملګرو ملتونو له بندیزونه سره، سره بیا هم ازادانه سفرونه کوي”

امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي

امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي

د‌ پرځیدلي پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره، سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د ملي‌ امنیت رییس په ازادانه توګه متحده عربي اماراتو ته سفرونه کوي.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې باید د دغو «لوړ پوړو ترهګرو » خلاف جدي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د درې ورځې مخکیني سفر په غبرګون کې شوي چې په ترڅ کې یې دغو دواړو طالب چارواکو د یاد هېواد له ولسمشر سره هم کتلي دي.

د طالبانو دغه دوه جګپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېسټ کې دي او بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه هم نه لري.

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، ملګرو ملتونو د «Tai.144» او «TAi.082» کوډونو پر بنسټ پر دغو دواړو لوړ پوړو طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم د دغه سازمان غړو هېوادونو ته په ښکاره توګه سفرونه کوي. هغه ملګرو ملتونو ته په اشارې کې ویلي او پوښتلي: « ایا ستاسو دې مسئلې ته پام شته»؟

امرالله صالح له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خپلو بندیزونو د پلي کولو لپاره دې له خپل ځواک، شهرت او اغېز څخه کار واخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button