امرالله صالح: طالبانو د افغانۍ د کنټرول په موخه پر «شهزاده سرای» هجوم ور وړی

اړوند خبرونه:
امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي
امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي
د پرځېدلي جمهوریت لومړي مرستیال او د ملي امنیت ادارې پخواني رئیس امرالله صالح د خپلو سرچینو پر بنسټ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو شیبه وړاندې د افغانیو د کنټرول په موخه پر شهزاده سرای هجوم ور وړی دی.
د نوموړي له قوله، طالب استخباراتو د شهزاده سرای ځینې صرافان وهلي او ډبولي دي.
ښاغلي صالح له دې وړاندې هم له افغانانو غوښتي وو چې د طالبانو اقتصادي نظام د پاشل کېدو په حال کې دی، نو افغانۍ له ځان سره مه ساتئ او امریکايي ډالر وپېرئ.
افغانۍ هغه مهال د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړ چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر طالبانو خپلې مرستې بند کړې او اعلان یې وکړ چې تر څو په افغانستان کې واکمن طالبان د امریکا پاتې وسلې او تجهیزات واشنګټن ته ونه سپاري تر څو به ورسره مرستې نه کېږي.
طالبان د افغانۍ د کنټرول هڅه کوي، خو اقتصاد پوهان وايي، طالبان نه شي کولی چې د افغانستان اقتصادي نظام باثباته وساتي.