نړیوال خبرونه

امرالله صالح: له طالب سره ګډ کار کولوته چمتونه یم

امرالله صالح: له طالب سره ګډ کار نه کوم د افغانستان دجمهورریس غني لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، له امریکا سره یې ښه دوستي درلوده او اوس ېې هم لري خو له طالبانو سره ګډ کار کول ورته سخت دی.

ښاغلي صالح دغه خبرې له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې وکړې نوموړي اعتراف کړی، چې دامریکایانو ویاړلی دوست پاتې شوی او اوس هم دی؛ خو په خبره یې، دی په فکري او نظري لحاظ هیڅ دې ته چمتو نه دی، چې له طالبانو سره سوله او یو وخت له هغوی سره ګډ کار وکړي.د صالح په خبره، نوموړی د اشرف غني د لومړي مرستیال په حیث نه غواړي د سولې د خبرو کې ځنډ رامنځته کوي.

دنوموړي په خبره په انفرادي او نظري لحاظ هیڅ دې ته چمتو نه دی، چې له طالب سره سوله وشي او یوه ورځ تر یوه چت لاندې ګډ کار ورسره وکړي.صالح ددې نه علاوه د طالب بندیانو خلاصون دده لپاره یو «د خوښۍ نه وړ» ګام وباله او په خبره یې، یاده پروسه یې ځکه شپږ میاشتې وځنډوله تر څو نړۍ ته وښيي، چې حکومت د خپل دويي خپله کوي.

ښاغلي صالح ددې تر څنګ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اوږدمهاله شتون خبره وکړه او په خبره یې،  د امریکا ستراتیژيکې او جیو ستراتيژيکې ګټې یاد هیواد ته له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي او په افغانستان کې به ډېر وخت مېشت وي .قطر ته د سولې د مذاکراتي پلاوي د تګ د ځنډ په اړه هغه وویل ،چې د شپږ تنه طالب بندیانو په اړه له «غربي دوستانو» سره موافقې ته د رسېدو بحثونه،  دوحې ته د طالب پلاوي نه رسېدل او د پروټوکول یو شمېر مسایل د کابل د مذاکراتي ټیم دسفر لاملونه وبلل

د دولت د دویمه شمېره لوړپوړي چارواکي پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د د حکړمت مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي او هلته د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره مخامخ خبر پیل کړي.دشنونکو په باور، د مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې پاروونکې څرګندوې کول د سولې په پروسه منفي اغېز  کوي او یاده پروسه له ناکامه شي.

امرالله صالح: له طالب سره ګډ کار کولوته چمتونه یم
امرالله صالح: له طالب سره ګډ کار کولوته چمتونه یم

اوس وخت کې باید ټول سیاسیون سره کیني او او د سولېمزاکراتي ټيم ته داسې سپارښتنه وکړي چې د ټول افغانستان په اتفاق او استاریتوبب هغويي مزاکراتو کې مخکې لاړ شي او افغانستان لپاره یو باعرته سوله خوښه کړي. ځکه افغانستان کې اوسمهال جنګ او بد بختي ده.او خلک نور د جنګ نه نا خوښ دي، او باعزته سوله غواړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button