هنر او ادب

امربالمعروف په زابل کې د موسیقۍ آلې وسوځولې

امربالمعروف خبر ورکړی چې د امربالمعروف محتسبانو په زابل کې د موسقۍ الې سوځولې دي

طالبانو اړوند د امربالمعروف محتسبانو په زابل ولایت کې د موسیقۍ الې نیولی او بیا یې سوځولي دي.

د زابل ولایت د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د «موسیقۍ اورېدل ناروا عمل دی او خلک ناوړه کړنو او ګناه ته هڅوي.»

د زابل ولایت د طالبانو د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د دوشنبې په ورځ د (وږې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز کلات ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف ریاست محتسبانو د موسیقۍ الې راټولې کړې او سوځولې دي.

د موسیقۍ له اورېدو ډډه کول

په خبرپاڼه کې د زابل ولایت ځوانانو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې په راتلونکي کې د موسیقۍ له اوریدلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي:«ساز هغه ناروا عمل دی، چې مسلمانان ډیرو ناوړو اعمالو او ګناهونو ته هڅوي. په کار ده چې ځوانان او ټولنه د داسې ناروا اعمالو څخه وژغورو.»

نور ولولئ: د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

نور ولولئ: هوټلونو ته د امربالمعروف نوی امر

په زابل ولایت کې د طالبانو د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د موسیقۍ الو د سوځولو ویډیو هم خپره کړې ده.

خو په خبرپانه کې نه دې ویل شوي، چې طالبانو د موسیقۍ اوریدو او یا غږولو په تور څوک نیولي او کنه.

ځوانانو ته سپارښتنې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له اعلان سره سم د دغه وزارت د محتسبانو له لوري اعلان شوی قانون په زور پر خلکو پلی کیږي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمیر ولایتونو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شول، چې د امربالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي، او د ږیرې نه خریلو، موسیقۍ نه اوریدلو، لډو نه کولو او پر شریعت د ځان جوړولو سپارښتنې ورته کیږي.

خو له دې ټولو سره، سره داسې ښکاري چې له طالبانو ورځ تر بلې ځوانه طبقه او نور افغانان واټن اخلي، ځکه دوی وايي، طالبان ورباندې هغه څه د اسلامي شریعت په نوم تحمیلوي چې ددوی اراده ده.

طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې چې د ښځې غږ یې هم عورت ګرځولی، ویلي چې خولۍ او د ځوانانو لباسونو ته هم باید فکر وشي او اصلاح کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام په مبارک دین کې د خولۍ او داسې نورو مسائلو په اړه هېڅ دلیل نشته.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button