کورني خبرونه

امريکا په افغانستان کې د ناکامیو ارزونې په هدف يو کمېسيون ګمارلی

امريکا کانګرس په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړې د ناکاميو د ارزونې په موخه چې د يوه کمېسيون د رامنځته کولو له پاره رايه ورکړه. کمېسيون به په راتلونکي کې د دې ډول ناکاميو د مخنيوي له پاره تګلاره غوره کوي دا کمېسيون د ۷۶۸ ميلياردو ډالرو کلنې بودجې برخه ده.

 چې د سنا مجلس غړيو د ۸۹ مثبتو او لسو منفي رايو په ورکړې سره تصويب کړه. تېره اوونۍ دغه بودجه د استازو مجلس له خوا هم تصويب شوې وه د افغانستان په تړاو دې کمېسيون کې به د ګډون له پاره د امريکا د دوو سترو ګوندونو څخه ۱۶ غړي ګمارل کیږي او خپل لومړی رپوت به په يوه کال کې او بيا وروستی رپوټ به د دريو کلونو په موده کې وړاندې کوي د کانګرس له خوا ويل شويکمېسيون به د افغانستان د جګړې يوه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي .

نور یی ولوله | طالبانو ویلی کونړ کې هوایي برید نه دی شوی د پاکستان له اړخ توغندي راغلي

او د عسکرو د ډيرولو او کمولو او همدا راز د ځينو ضرب الاجلونو د اغیزو په ګدون به هغه څه چې د ستراتیژيکو او تخنيکي سهوه څخه یې زده کړي دي د راتلونکي د عملياتو له پاره د توصيې په توګه وړاندې کړي د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې واک ته تر رسيدو وروسته افغانستان ته لومړی په زرونه نور عسکر واستول خو بيا وروسته یې زياتره بيرته را وایستل د هغه د ځای ناستي دونالد ترمپ ادارې بيا له طالبانو سره د يوې توافقنامې په لاسليک کولو سره له افغانستان څخه د امريکایي عسکرو د راويستل.

 همدارنګه د دی  پاره د ۲۰۲۱م د می میاشتې د پای ضرب الاجل وټاکه دا کميسيون به همدا راز د جارج ډبليو بوش له خوا د افغانستان د جګړې پر پيلولو او همدا راز تر ۲۰۰۱م کال مخکې د امريکا د افغانستان پر تګلاره هم غور وکړي.

 د  National Defense Authorization Act يا د ملي دفاع واک قانون چې ښايي ولسمشر جو بايدن یې هم لاسليک کړي د تايوان سره د کانګرس پر ملاتړ هم ټینګار کړی په دې وروستيو کې د چين او تایوان ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوي چين تايوان ته د خپلې خاورې د يوې برخې په توګه ګوري او د بيا يو ځای کیدو په تمه دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button