نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امريکا کې بشري حقونه د امريکايانو لپاره سرخوږی ګرځېدلي

د مارچ ۲۷مه نېټه د ډېرو امريکايي کورنيو لپاره يوه ډېره د خواشينۍ ورځ وه

د همدې نېټې په سهار د دغه هېواد د ټینسي ايالت د ناشويلي ښار په يوه ابتدايي ښوونځي کې د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې ۳ تنو ۹ کلنو ماشومانو او ۳ نویو زلمیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه پېښه له هغې پېښې وروسته، چې د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د ټکساس ايالت په روب ابتدايي ښوونځي کې رامنځته شوه، د دغه هېواد په ښوونځيو کې تر ټولو سخته د ډزو پېښه بلل کېږي. د امريکا ولسمشر جو بايډن د دې پېښې په اړه وويل چې دغه تراژيدي د هرې کورنۍ لپاره ډېره وېروونکی ده.

يوې اغلې چې په ۲۰۲۲م کال کې د ډزو له يوې پېښې څخه روغه وتلې د مارچ په ۲۷مه نېټه د ناشويلي ښار په خبري ناسته کې وويل چې ولې دغسې پېښې بيا-بيا رامنځته کېږي؟

د چين حکومت د مارچ په ۲۸مه نېټه په ۲۰۲۲م کال کې پر بشري حقونو د امريکا د تېري راپور خپور کړی او د نړيوالو لپاره يې يادې پوښتنې ته ځواب په ډاګه کړی

نوموړي راپور د ډېرو بېلګو او دقيقو مالوماتو او شمېرو له لارې هغه حقيقت ښودلی، چې په تېر يوه کال کې د امريکا د خلکو بنسټيز حقونه او ازادۍ زیانمنې شوي او د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعيت بېرته شاتګ رامنځته شوی. په دغه راپور کې ويل شوي چې د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو پېښو شمېر د نورو هېوادونو د ښوونځيو په پرتله ډېر دی. تېر کال د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو ۳۰۲ پېښې شوې چې دغه رقم له ۱۹۷۰م کال راهيسې مثبته وده کړې.

 په امريکا کې د ډزو بريدونه د ماشومانو د مړينې لومړی سبب ګرځېدلی دی

د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو پېښو نه يوازې د ملي امنيت په اړه د امريکايانو اعتماد ځپلی بلکې د بشري حقونو په برخه کې د دغه هېواد رياکارانه بڼه او ناکامي په ډاګه کړې.

د اتباعو ځاني امنيت تأمین نه دی امريکايي انتخابات د شتمنو لوبې ګرځېدلي، د نژادي تبعيض مسئله سخته شوې، د شتمنو او بېوزلو ترمنځ توپير او بېلتون سخت ترينګلی شوی او داسې نورو مسئلو په امريکا کې د بشري حقونو واقعي حالت افشا کړی. د امريکا ان بي سي نيوز د تېر کال د نومبر په ۹مه نېټه د يوې سروې پایله خپره کړه چې له مخې يې، د دغه هېواد د ډيموکرات ګوند د ۷۲٪ رايې ورکوونکو، د جمهوريپال ګوند د ۶۸٪ رايې ورکوونکو او ۷۰٪ منځنيو رايې ورکوونکو په اند ډيموکراسي له خطر سره مخ ده.

د نظر خاوندانو په اند پيسې او د ګوندونو سيالي دوه عمده لاملونه دي چې ډيموکراسي يې له خطر سره مخ کړې ده. د رويټرز د خبر له مخې، د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د امريکا د فدرالي سياسي پروژو ۱۵٪ مالي بسپنه د امريکايي میلیاردرانو له سياسي بسپنو څخه راغلې. له امريکا خپرېدونکې مجلې ( فورټون ) دې ته اشاره کړې، چې د شتمنې طبقې وګړي د خپل لوړ اقتصادي مقام له لارې د هغو تګلارو تطبيق رامنځته کولی شي، چې دوی ته د لومړيتوب خدمتونه ورکوي.

د امريکا حکومت د هېواد په کور دننه کې د بشري حقونو بد وضعيت ته سترګې پټې کړې، خو بشري حقونه يې د وسلې او وسیلې په توګه کارولي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې او په نړيواله ټولنه کې يې اضداد، بېلتون او ګډوډۍ جوړې کړې دي. د مارچ ۲۰مه نېټه د عراق د جګړې له شلمې کليزې سره برابره وه، خو د دې نېټې په مناسبت په واشنګټن کې دغې جګړې ته د بيا کتنې او يا له دغې جګړې څخه د درس اخيستلو غږ ډېر کم و.

نور ولولئ: ټام ویست د افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت د ټينګار وکړ

حقيقت ښيي، هر څومره چې د امريکا حکومت خپلو پلمو ته د ښکلا ورکولو لپاره هڅې کړې خو رښتينې موخې يې نه شي پټولی، چې د هېواد په دننه کې د امتيازاتو لرونکې طبقې د ګټو ساتنه غواړي او په بهر کې باداري غواړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button