امريکا کې د توپاني له امله تر ۱۰۰ د ډېرو وګړو مړینه وېره ښکاره شوی
امريکا کې د توپاني بړبوکیو له امله تر ۱۰۰ د ډېرو وګړو مړینې وېره ښکاره کړی د امریکا کنټاکي ایالت کې چې ګڼ شمیر ښارګوټي یې له توپاني بړبوکیو له امله سخت ځپلي داسې وېره ښکاره کیږی چې ښايي د وژل شویو وګړو شمېر تر ۱۰۰ څخه هم ډېر شي.
د ایالت والي اندې بیشیر ویلی چی دا د ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بړبوکۍ و چې له ا یې امله لږ تر لږه د اتیا وګړو مړینه تایید شوې کړی نوموړی زیاته کړی داسې هېڅ یې پر ځای ولاړ نه دي پرې ایښې چې د کومې یوې بړبوکۍ په لار کې ولاړ و د امریکا په څلورو نورو ایالتونو کې هم له همدې امله د ۱۴ وګړو مړینه تایید کړی بل اړخ د امریکا ولسمشر جو بایډن د کنټاکي ایالت لپاره د بېړنیو مرستو اعلان کړی.
نور یی ولوله | له هند څخه لومړنۍ الوتکه کابل ته ورسېده
او ویلی چی باید ډېرو ځپل شویو سیمو ته د فدرالي حکومت بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسېږي په داسې مهال کې چې کینټکي کې مرستندویان د اوبو او جنراتورونو په ویشلو بوخت دي یو شمېر بیا د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې کسانو په لټه کوی د ملي ګارد نومي ادارې ۳۰۰ مرستندویانو کور په کور ګرځي تر څو د ورانو شویو ودانیو پاتې شوني ټولوي د بړبوکيو دا څپه چې د امريکا په تاريخ کې د خپل ډول کمسارې څپه بلل شوې.
شپږ ايالتونه يې ډېر ځپلي دي په بېلابېلو سیمو کې لسګونه زره وګړی بې برېښنا شوي او حکومت د اړمنو ږګړو لپاره د بېړنیو سرپناو د برابرولو اعلان هم کړی د مېفيلډ ښارګوټي په د شمعې په يوه فابريکه کې د لسګونو وګړو د وژل کېدو وېره هم ښودلی . ځايی پولیس ویلی بړبوکیو د ایالت په لوېدیځو برخو کې خورا زیات زیان اړولی بل اړخ د امریکا هوا پېژندنې ادارې په ارکنساس، ټینیسي، میسوري او الینویس ایالتونو کې د ورته نورو بړبوکیو وړاندوینه کړې .