نړیوال خبرونه

امریکايي جنرال: د خارجي عسکرو وتلو وروسته حکومت ته د سیمو ساتل اسانه کار ندي

امریکايي جنرال: د خارجي عسکرو وتلو وروسته به حکومت ته د سیمو ساتل اسانه ندي داسې وخت چې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د توافق پر بنسټ بهرنیان په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري. او ښای ژر افغانستان تر کړي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي‌ خبرداری ورکړی چې د خارجي عسکرو له وتلو وروسته افغان حکومت د ښارونو او سیمو د ساتلو توان نه لري او له طالبانو سره په یوه خطرناکه جګړه کې اخته کېدلی شي.د(Los Angeles) ټایمز ورځپاڼې د مک کینزي له قوله لیکلي، چې که بهرني پوځيان د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس له افغانستانه ووځي؛‌ نو‌په دې هیواد کې به لا نورې ګډوډۍ ته لار پرانستل شي‌ او حکومت به د خپلو سیمو او ښارونو د ساتلو په تمه له طالبانو سره په پراخه جګړه کې ښکېل شي.

جنرال وړاندې زیاته کړې، چې‌ که بهرني عسکر افغانستان پرېږدي او له طالبانو سره کوم توافق ونشي نو لویو ښارونو ته د طالب جنګیالیو ګواښ نور هم زیات شي.ورته وخت په افغانستان کې د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو عمومي قومندان ښاغلی سکاټ مېلر هم د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د حکومت پر حالت اندېښنه ښکاره کړې او په خبره یې، که له هغوی د بهرنیانو هوایي ملاتړ واخیستل شي؛ بدې پایلې به ولري.او سوله به ناشوني شي.

kenneth mckenzie 1800

بلخوا یوه امریکایي جنرال سرچینې ته ویلي، چې که له طالبانو سره موافقه نه وای شوی؛ نو بایډن به ښايي په افغانستان کې د سولې تر تامینېدو پورې د بهرنیو پوځیانو د‌ پوځي‌ حضور موده زیاته کړې وی خو دده له قوله، اوس که بایډن تر می میاشتې وروسته په افغانستان کې‌ عسکر پرېږدي، نو ویره لري، چې طالبان به یې پر پوځیانو پراخ بریدونه وکړي.

د خارجی عسکرو تر وتلو وروسته د حکومت په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې د دوحې د تړون مطابق بهرني پوځیان په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري‌ او د می میاشتې تر پایه ټول باید افغانستان پرېږدي.طالبانو هم په دې اړه ویلي امریکا باید خپل عسکر په خپل اوباسي.او د دوحې توافق ته ژمن پاتې شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button