افغانستاننړۍ

امریکايي چارواکي د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ په سویلي افریقا کې له نژادي تبعیض سره ورته بولي

بث ون شاک وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ کټ مټ هغه تبعیضي چلند دی چې په سویلي افریقا کې روان و

د نړۍوال جنایي عدالت په چارو کې د امریکا سفیرې بث ون شاک، د نجونو پر زده‌کړو بندیز د طالبانو “تر ټولو ظالمانه” عمل وباله.

نوموړې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند په سویلي افریقا کې نژادي تبعیض ته ورته دی.

نور ولولئ: متقي دوحه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو غوښتي چې له کابل ماموریت ترسره کړئ

له دې سره اغلې ون شاک څرګنده کړه، چې امریکا اوس‌مهال په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په اړه کوم ځانګړی دریځ نه لري.

د نژادي تبعیض قانون

په سویلي افریقا کې د نژادي تبعیض قانون په ۱۹۴۸ کال کې تصویب شو.

د دغه قانون له مخې تور پوستي د تابعیت له حقه بې برخې وو، او اکثریتو یې په «تورو کمپونو» کې ژوند کاوه.

دوی په دغه هېواد کې خرابې شوې عامه اسانتیاوې، جلا ښاري خدمتونه او د لېږد رالېږد له زړو وسایلو ګټه اخېسته، ان دوی ته اجازه نه وه چې عامه روغتیایي خدمتونه وکاروي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو “سخت او سیسټماتیک تبعیض” د جنسیت توپیر ګڼل کېدای شي.

په ټوله نړۍ کې افغان فعالانو په وار، وار سره د لاریونونو په ترڅ کې پر حکومتونو غږ کړی، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیتي توپیر په توګه وپېژني.

کېدای شي دا موضوع د نړیوال جرم په توګه وپېژندل شي

که د دوی دغه کمپاینونه بریالي شي، د ښځو پر وړاندې به د طالبانو پالیسي د نړیوال جرم په توګه وپېژندل شي او د څارنې وړ جرم په توګه به وپېژندل شي.

بث ون شاک وویل، «موږ په افغانستان کې یوه ځانګړې استازې لرو، چې د ښځو او نجونو او د هغوی پر ستونزو کار کوي او هغه د نجونو او ښځو د ژوند د ښه کولو له پاره په دوامداره توګه له طالب چارواکو سره په تماس کې ده.»

ون شاک د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې امریکا د طالبانو له‌خوا د ښځو ځورول په ‌‌‌‌‌‌ډېر ځير څاري.

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

هغې وویل، «د جرمونو نړۍوالې محکمې خپلې څېړنې پیل کړې او دې ته یې هم اشاره وکړه، چې په افغانستان کې به د طالبانو او نورو ډلو جنایتونو ته لومړیتوب ورکوي او دغې محکمې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه یو لوړ پوړی او ځانګړی وکیل ټاکلی دی.»

خو طالبان بیا د نړیوالو بنسټونو او چارواکو دا ډول څرګندونې بابیزه ګڼي او وايي چې دا زموږ په داخلي چارو کې لاسوهنه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button