نړیوال خبرونه

امریکا:کابل ته د خلیلزاد وروستی سفر کامیاب وو

امریکا:کابل ته د خلیلزاد وروستی سفر کامیاب وو.د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د افغانستان  د سولې په برخه کې د خپل استازي ښاعلی خلیلزاد سفر بریالی بللی.دغه وزارت ویلي دغه سفر تر ډېر هده پورې کامیاب سفر وو.

د متحده ایالاتود بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي نیډ پرایس په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته د وینا په مهال پرته له دې چې دزلمی خلیلزاد د سفر جزئيات په ډاګه کړي ویلي، چې دا سفر له لاسته راوړنو ډک وو.ښاغلی خلیلزاد چې د بایډن په واکمنۍ کې په لومړي ځل د سیمې هیوادونو ته په سفر راوتلی و، په کابل کې یې د حکومت له چارواکو، سیاسیونو او مطرح څېرو سره له لیدنو وروسته دوحې ته مخه کړی.

زلمی خلیلزاد په کابل کې چارواکو او سیاسیونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیغام رسولی او تر  څنګ یې  د سولې لپاره مؤقت مشارکتي حکومت هغه طرحه هم شریکه کړې، چې د واشنګټن لخوا ورته سپارل شوې وه.دغه طرحه چې د طالبانو او غني د ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز پکې شوی، او د سیاسونو کتلو لپاره سپارل شوې او له هغوی غوښتل شوي، چې هر سیاسیونو څومره ژر چې شوني وي غبرګون ورتهښکاره کړي..

هغه ددې تر څنګ په کابل کې سیاسي چارواکو ته ویلي، چې واشنګټن غواړي دا طرحه ژر عملي کړي او که چېرې دا کار وشي، په ترکیه کې به د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، چې ښایي د حکومت مشر اشرف غني هم پکې ګډونوال وي.

khalilzad today
زلمی خلیلزاد

خو بلخوا بیا طالبان لنډ مهالی دولت د افغانستان او افغانانو په ګټه نه بولي او تېر ته په کتو وایي، چې دا ډول حکومتونه په افغانستان کې ښه سابقه نه لري او د افغانانو ستونرې نه ورسره حل کېږي.د دې نه وړاندې ښاغلي غني هم د موقت حکومت سره په څو وارې غبرګون ښودلی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button