هنر او ادب

امریکایي محکمې سندرغاړې بریټني سپیرز د خپل پلار له سرپرستۍ ازاده کړه

 امریکا امریکا

 امریکایي محکمې سندرغاړې بریټني سپیرز د خپل پلار له سرپرستۍ  څخه ازاده شوه  امریکایۍ سندرغاړې بریټني سپيئرز تر ۱۳ کالو مودی  پورې د خپل ژوند پر ځینو چارو کی  د پلار کنټرول له پای ته رسېدو څخه  وروسته ویلي چی  دا یې په ژوند کې تر ټولو ښه ورځ ده

پر انسټګرام خپلو درې نیم میلیونه فالوورانو ته یوه پیغام کې نوموړې لیکلی چی  فکر کوم له خوښۍ ژړا راځي. د جمعې پر ورځ د امریکا لاس انجلس کې یوې محکمې د ۳۹ کلنې بريټني سپيئرز د ژوند پر ځینې چارو کی  د هغې د پلار  کنټرول څخه  رسماً ختم کړه. د محکمې پرېکړې پر مهال د نوموړې ډیر  شمېر مینه وال چې وايي دغه ډول محافظت د حقونو تر پښو لاندې کولو په معنی  دي د محکمې ودانۍ مخکې راټول شوي. په امریکا کې د داسې وګړو  د ژوند ځینې پرېکړو په اړه  مور یا پلار ته واک ورکول کېږي چې د ذهني روغتیا په اړه  یې

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 اندېښنه وي او یا د خپل ژوند د پرېکړو وړتیا نه لري. د بريټني سپيئرز پلار جیمي سپيئرز ۲۰۰۸ کال کې له ځايي محکمې دغه واک لاس ته راوړی خو  د دې پرېکړې له مخې نوموړې د ماشوم زېږولو له واکه نیولې د پخلنځي د المارۍ بدلولو واک هم نه لرل  د محکمې هغې پرېکړې پر مهال بريټني سپیئرز د ذهني روغتیا اندېښنو له امله  روغتون کې بستر وه  خو له هغه رادیخوا  نوموړې د هنر په برخه کې تر ډېره بریده فعاله وه او د سندرو درې البومونه یې بازار ته وړاندې کړل. نوموړې د امریکايي ټلویزیون سندریزه خپرونه امریکا ایکس فکټرز

 منصنفه پلاوي کې د ګډون سره سره یو شمېر ټلویزیوني خپرونو کې هم برخه درلوده. د بریټني پلار لومړی خلاف وو خو وروسته یې ومنله چې برټني باید د خپل ژوند حق ترلاسه کړي. محکمې ته وړاندې کړی سنادو کې د برټني مدافع وکیلانو ویلي چې نوموړې له ذهني او فزیکي له پلوه تر فشار لاندې وه.

د محکمې له پرېکړې وروسته د نوموړې مدافع وکیل ماتیو روسنګارټ د قضیې څېړنې موده کې د خپلې موکلې د زغم او حوصلې ستاینه هم وکړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button