Uncategorized

امریکا افغانستان ته نور فوځیان څه لپاره رالیږي؟

امریکا افغانستان ته نور فوځیان څه لپاره رالیږي؟ د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت پنټاګان وایي، له افغانستانه د عسکرو د ایستلو د امنیت د خوندیتوب په موخه د لنډې مودې لپاره افغانستان ته نور عسکر هم استوي.

د دغه وزارت ویاند جان کربي‌ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته وینا پر مهال وویل چې له افغانستانه په منظم او خوندي‌ توګه د عسکرو د را ایستلو په موخه ښایي افغانستان ته په لنډ مهالي‌ ډول نور پوځیان واستول شي، چې تر راتلونکو ‌څو میاشتو به هلته پاتې شي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې پنټاګان به د طالبانو د بریدونو په وړاندې جدي‌ واوسي‌ او د ولسمشرجوبایډن او د دفاع وزیر‌ اسټین له امر سره سم به یادو بریدونو ته قوي‌ غبرګون وښودل شي.

د کربي په وینا د امریکايي‌‌ عسکرو له وتلو وروسته به هم یو شمېر قراردادیان په افغانستان کې‌ پاتې شي تر څو له دولتي‌ عسکرو سره مرسته وکړي او امریکا به هم له افغان عسکرو سره مالي مرستو ته دوام ورکړي.پنټاګان داسې مهال افغانستان ته د تازه دمو عسکرو د را لېږلو هوډ کړی، چې امریکا وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

ورته وخت ناټو سازمان هم له امریکا سره یو ځای د عسکرو د ایستلو هوډ ښودلی.بلخوا ته طالبان بیا وایي، امریکايي‌ او ناټو عسکر دې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د روانې میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

429106 7044468 us troops akhbar

طالبان ګواښ کوي، که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي، په وړاندې به یې غبرګون وښودل شي.دوی ټینګار کوي چې د دوحې تړون ته دې ټولې خواوې ژمن پاتې شي. تر څو افغانستان کې دایمي اوربند ته لاره هواره شي. او افغانان نور پهارامه فضاء کې ژوند وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button