نړیوال خبرونه

امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

پاټرایټ هوايي سېستم چې د نړۍ یو پرمختللی هوايي سېستم دی،

امریکا هوډ لري، چې اوکراین ته یې ورکړي. جرمني هم اوس وخت کې له پاټرایټ هوايي دفاعي سېستم څخه کار اخلي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت وايي، اوکرایین ته به د خپلو نوې پوځي مرستې لړ کې ”ژر” پاټریاټ هوايي دفاعئ نظام او د توپنخانې مرمۍ هلته ورسوي. د امریکا دفاع وزیر لوئيد اسټین د جمعې پر ورځ وویل، امریکا به د دې هدف لپاره شپږ میلیارده ډالر وکاروي. د یادونې ده، چې د توغندي توغولو لپاره پاټریاټ نظام نه استول کېږي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، پاټریاټ ته ”په بېړنۍ توګه” ځکه اړتیا ده، چې د روسیې هوايي بریدونو مخنیوي وشي او ”سملاسي (د خلکو) ژوند وژغورل شي.”

شپږ میلیارد ډالر

یوې سرچینې تائید کړې، چې دغه شپږ میلیارده ډالر د هغې ۶۰ میلیارده ډالره پوځي مرستې یوه برخه ده، چې پر چارشنبه د امریکا ولسمشر د قانون په توګه لاسلیک کړه او یو میلیارد زیاته بېړنۍ مرسته هم پکې شامله ده.

د امریکا دفاع وزیر یوې خبري غونډې ته په دې هکله وویل، هېواد یې خپل تر ټولو ستر امنیتي ملاتړ ته ژمن دی او ”ژر تر ژره” به لاس پر کار شي، چې دا تجهیزات اوکرایین ته ورسېږي. په دې کې د دافع هوايي سیسټم مهمات، د ډرون ضد او توپخانې ضد مرمۍ هم شامل دي، خو پاټریاټ توغندیز سیسټم پکې نه شته.

نور ولولئ:  د ناټو ځینې غړي هېوادونه: “اوکراین ته ځواکونه، نه استوو”

نور ولولئ:  ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

نوموړي وویل: ”دا یوازې پاټریاټ نه دی چې دوی (اوکرایینیان) ورته اړتیا لري، بلکې داسې نور سیسټمونه او د مخنیوي الات هم شته چې دوی ورته اړتیا لري.”

patrait
هوايي دفاعي سیسټم

توغندیز سیسټمونه

نوموړي زیاته کړه باوري دی، چې ژر به د کیېف لپاره نور توغندیز سیسټمونه هم د لاسرسي وړ وي. نوموړي زیاته کړه، له اروپايي متحدینو سره په دې هکله خبرې روانې دي، چې اضافي وړتیاوې ورسول شي. د امریکا دفاع وزیر وايي، دا تر ټولو لویه پوځي مرسته ده، چې امریکا یې له اوکرایین سره کوي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، دا تر ټولو لویه پوځي مرسته ده، چې امریکا یې له اوکرایین سره کوي.

اوکرایین اوسمهال یوازې د ګوتو په شمېر دا ډول توغندیز سیسټم لري او یا بیا د شوروي اتحاد د وختونو پاتې (سامز) اېس-۳۰۰ ډوله توغندیز سیسټم لري، چې له ځمکې په هوا کې ګوزار کولای شي. د یادونې ده، چې پاټریاټ خورا ګران بیه سیسټم دی، چې یو واحد یا باټرۍ یې یو میلیارد ډالره بیه لري او هر یو توغندی یې څلور میلیونه ډالره ارزښت لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button