نړۍ خبرونه

ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

ناټو په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي چې اوکراین خپلو پسرلنیو دفاعي عملیاتو ته تیاری نیسي

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) لوړ پوړیو چارواکو پر چین غږ کړی چې مسکو ته د اوکراین د اشغال د غځولو لپاره وسلې ور نه کړي.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرچا جیوانا خبرداری ورکړی چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی او چین یې باید له ملاتړ څخه ډډه وکړي

میرچا جیوانا وايي: که څه هم تراوسه یې د چین لخوا د روسیې سره د پوځي مرستو کولو کومه نښه نده لیدلي، خو وايي خبر دي چې په دې اړه بحثونه روان دي.

نور ولولئ: چین کولای شي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي کومک وکړي

هغه وویل: “دا به د چین لپاره یوه ډېره جدي پرېکړه وي، او پدې اقدام سره به نه یواځې زموږ سره د چین اړیکې، بلکې د ټولې نړۍ پر وړاندې به د چین حیثیت اغېزمن شي.”

نور ولولئ: ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

د ناټو غړي هېوادونه په عین وخت کې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین هوايي دفاع د وړتیا د لوړولو هڅه کوي بریتانیې د دوشنبې په ورځ مې مياشتې په ۱۵ نېټه اوکراین ته د دافع هوا او د اوږد واټن بې پېلوټه الوتکو په شمول د پوځي مرستو تازه بسته اعلان کړه. له دې دوه ورځې وړاندې جرمني هم د اوکراین سره تر دې مهاله خپله تر ټولو زیاته مرسته اعلان کړه.

پوځې شنونکي وړاندوینه کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په جګړه کې ښکېلې خواوې اړ وي چې د جګړې د کمیت او کیفیت تر منځ انتخاب وکړي

د ناټو د پوځي کمېټې مشر سفیر راب باویر وايي، روسان به د جګړې پر کمیت تمرکز وکړي

باویر وايي: “روسان به په کمیت تمرکز کوي او په لوی شمېر داسې اجیر پوځیان به جګړې ته لیږي چې کافي روزل شوي ندي او زاړه مهمات استعمالوي. اوکراینیان به د لویدیځ له وسلو او روزنې سره پر کیفیت تمرکز وکړي. دا یو ستر توپیر دی.”

نور ولولئ: اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي

خو د ناټو د اروپا د څانګې قوماندان جنرال کرستوفر کاوولي وايي چې که څه هم اوکراین تر یوې اندازې د روسیې ځمکني پوځونه مات کړي خو د روسیې هوايي، سمندري او سایبري ځواکونه لا ځواکمن پاتې دي.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرچا جیوانا وايي ایتلاف یې د اوکراین ملاتړ ته ژمن دی. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي چې موخه یې د روسانو لخوا د اوکراین د نیول شوې خاورې بېرته نیول دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button